په ایران کې ۱۵ تنه په ترافیکي پېښه کې مړه شول
په ایران کې د یوه بس د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه شوي دي.د ایران دولتي رسنیو د فارس ولایت د والي مسعود عابد په قول ویلي، دا پېښه په شیراز ښار کې شوې او ۲۷ نور کسان هم پکې ټپیان شوي دي.په ایران کې د ترافیکي پېښو له امله هر کال نژدې ۱۷۰۰۰ کسان ژوند بایلي. ایران له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د ترافیکي پېښو مرګ ژوبلې پکې تر ټولو زیاتې دي.
