Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2025

د ایران لوی څارنوال ویلي "غیر مجاز اتباع" دې ژر تر ژره له دې هیواده ووځي

0
محمد موحدي ازاد پرون د جون په ۲۸ مه د ایران په همدان ښار کې یوې غونډې ته په خبرو کې دا خبرداری هم ورکړ، چې سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
د ایراني رسنیو له دې ډلې ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې، نوموړي له بهرني اتباعو په ځانګړي ډول افغانانو چې په خبره یې په کلونو یې دوی کوربانه وو، غوښتي چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
ایراني چارواکي د "غیر مجاز اتباع" اصطلاح تر ډېره بې اسناده افغان کډوالو ته کاروي.
دا خبرداری په داسې حال کې دی چې د ایران او اسراییلو له جګړې وروسته له ایرانه د افغان کډوالو د ډله ییز اخراج لړۍ په بې ساري ډول تېزه شوې ده.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ "یو این ایچ سي ار" خبرداری ورکړی چې چې تېرې څو ورځې لسګونه زره افغان کډوال له ایرانه ایستل کېږي.
دغه سازمان د جون په ۲۸ مه په یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې د جون په شپږویشتمه په یوه ورځ ۳۶۰۰۰ افغان کډوال له ایرانه خپل هېواد ته استول شوي
په بیان کې وړاندې راغلي چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ له ۲۰ مې راهیسي له ۶۴۰ زره ډېر افغانان له ایرانه رایستل شوي چې په دې کې له ۳۶۶ زره ډېر یې په جبري ډول له دې هیواده ایستل شوي دي.
په بیان کې په افغانستان کې د یو ان اچ سي ار د استازي عرفات جمال له قوله چې د دغو کډوالو د لیدلو لپاره د افغانستان او ایران پولې ته تللی وو راغلي:
په همدې حال کې له ایرانه یو شمېر راستانه شوي چې د کډوالو په کمپ کې میشت دي وايي ډیر بد وضعیت کې دي او هیڅ نه پوهیږي څه وکړي.
د هرات د اسلام قلعه د تازه راستنو شویو کډوالو په کمپ کې یو راستون شوی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې په دغه کمپ کې د کډوالو د زیات شمېر له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
نوموړی چې د یوې نهه کسیزې کورنۍ مشري کوي وايي، حکومت ورته لس زره افغانۍ ورکړي خو په خبره په دې پیسو دا تر هراته هم نه شي رسېدلی:
«له هغه ځایه مو یوازې د اغوستلو جامې راخیستي نور هیڅ نه لرو، پیسې مو هلته پاتې شوې دلته جې راغلو اسلامي امارت موږ ته ۱۰ زره افغانۍ راکړې، زه نهه کسیزه کورنۍ لرم په دې پیسو تر هراته نه شم رسېدلی پاتې لا تر خپل ولایت بغلانه پورې، لویه اندېښنه مو د بې روزګارۍ په اړه ده، دغه شان د نجونو په زده کړو د محدودیت له امله اندېښمن یو او بله مهمه مسله چې موږ خپل کور نه لرو اود کرایي کور د کرایې توان هم نه لرو.»
په هرات ولایت کې د راستنو شویو په یو کمپ کې د پنځه کسیزې کورنۍ سرپرست مهدي حسن بیا ازادي راډيو سره خبرو کې وویل:
«باید یوه اداره وي چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي، یو او دوه ستونزې نه دي، هر څه ګډ وډ دي، دا اوس چې د کډوالو د رایستلو کومه څپه پیل ده، واقعا یوه انقلاب دی، افغان کډوال هیڅ د راتلونکې لپاره کومه پرړګرام نه لري. هغه زیاته کړه:


دا ستونزې او اندېښنې داسې مهال دي چې په له بل ګاونډي هیواد پاکستانه کې هم نږدې یو میلیون او څلور لکه افغان کډوالو ته ورکړل شوی مهلت هم سبا پاې ته رسیږي چې د "پي اور ار" په نوم د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري.
لا له وړاندې له دغه هیواده د بې اسنادو او " اې سي سي" یا افغان تابعیت کارت لرونکو د ایستلو بهیر پیل او چټک شوی و.
له ایران او پاکستانه په داسې حال کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تېزه شوې چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته بې کارۍ او بې وزلي هم زیاته شوې ده.
له دې وړاندې د جون په ۲۶ مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هم په یوه اعلامیه کې ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه او خبرداری یې ورکړی و چې که سمدستي او مؤثر ملاتړ ونه شي، نو راستنې شوې کورنۍ به له ژورې بې‌وزلۍ او ناهیلۍ سره مخ شي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net