Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Март
2025

افغان کډوال: په ترکیه کې مو پرته له بیمې په اضطراري حالت کې هم ډاکټران درملنه نه کوي

0

د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د افغان کډوالو د نیول کېدو او ایستلو کېدو سره همهاله، عامه خدمتونو په ځانګړي ډول روغتیایي خدمتونو ته نه لاسرى، بله لویه ستونزه ده چې دوی ورسره مخامخ دي.

یو شمېر افغان کډوال چې په ترکیه کې اوسي، شکایت لري او وايي، سره له دې چې په سختو او بېلابېلو ناروغیو اخته دي، روغتیایي مرکزونه یې درملنه نه کوي.

یو افغان پناه‌ غوښتونکی محی‌الدین چې په استانبول کې مېشت دى، ازادۍ راډيو ته یې وویل:

"زما پښه په فوټبال کې بې‌ځایه شوې وه، کله چې کلینیک ته لاړو، ډېر درد مې درلود نه زغمل کېده، بيا يې هم موږ په تمه کړو. خو په پاى کې یې راته وویل چې موږ صلاحیت نه لرو، ځکه چې تازه ویل شوي چې هغو بهرنیانو ته چې طبي اسناد نه لري، خدمتونه نه وړاندې کېږي. بیا بل کلینیک ته لاړو، هغوی هم وویل چې باید له مخکې وخت واخلو، چې دا هم په اسنادو او ادرس نه درلودو پورې مشروط و. بیا مجبور شوو چې شکسته‌بند ته ولاړ شو، هغه ته مو زنګ وواهه، راغی او زما پښه یې وتړله."

اکرم حسيني، چې په ازمیر کې اوسي، هم له ورته ستونزې شکایت لري:

هغه راډیو ازادۍ ته وویل:

"هغه کسان چې د دوی د پناه غوښتنه رد شي، حکومت د دوی روغتيايي بیمه بندوي. له همدې امله، نشي کولی ډاکټر ته ولاړ شي. د یوه ملګري مې غوښتنه رد شوې وه، ان درملتون ته تللی و، شربت یې غوښتى وو، هغوی ور نه کړ، پداسې حال کې چې مخکې د ویټامینونو او شربت لپاره کارت ته اړتیا نه وه."

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د بخښنې نړیوال سازمان تازه د ترکیې له چارواکو غوښتي چې په سمدیستي ډول روغتيايى خدمتونو ته د پناغوښتونکو لاسرسى تضمين کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې یو ۲۹ کلن افغان پناه‌ غوښتونکی تبریز سیفي چې په ترکیه کې شکر ناروغي او د لیدو ستونزې لري، د پناه‌ غوښتنې د قضيې د ردېدو له امله یې له روغتیایي خدمتونو بې برخې شوی دی.

دغه سازمان زياته کړې چې د ترکیې دا کار نړیوالو قوانینو ته د دغه هیواد له ژمنتیا له دې ډلې روغتيايي خدماتتونو ته د له لاسرسي له حق ښکاره سرغړونه ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د ترکیې د کډوالۍ ادارې رئیس ته په یوه لیک کې لیکلي چې باید ژر تر ژره لازم اقدامات وشي، تر څو د ناروغو او زیانمنو پناه‌ غوښتونکو وضعیت لا پسې خراب نه شي.

دې سازمان له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې چې پر ترکیې فشار راولي، تر څو د پناه‌ غوښتونکو بشري حقونه وساتي او ملاتړ یې وکړي.

افغان کډوال یوازې په ترکیه کې دې ستونزو سره مخ نه دي.

تر دې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزارت هم اعلان کړی و چې په ایران کې بې اسناده افغان کډوال به له روغتیایي، ښوونیزو، او نورو عامه خدمتونو بې برخې شي.

د دې وزارت د اعلان له مخې، دا پرېکړه به د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري (حمل) له لومړۍ نېټې عملي شي.

د ځینو ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، اوس مهال شاوخوا ۳۲۰ زره افغان پناه‌ غوښتونکي په ترکیه کې مېشت دي،

چې د ویزې، د پناه‌ غوښتنې د ځانګړو کارتونو او د اقامت په ترلاسه کولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته ډیری افغانان بې‌کارۍ، ناامنۍ، او د نجونو پر زده‌ کړو د طالبانو حکومت د محدودیتونو له امله اړ شول چې ترکیې، ایران او پاکستان ته کډوال شي.

خو اوس دې هېوادونو کې هم له شړلو ګواښونو او ناوړه چلند سره مخ دي.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net