دیني عالمان: طالبانو واک کندهار کې انحصار کړی، خلک ناراضه دي
کابل کې یوشمېر دیني عالمانو د طالبانو د حکومت پر مشرتابه کلکې نیوکې کړي او دغه حکومت یې د واک په انحصار تورن کړی دی.
دیني عالمانو دغه نیوکې پرون سه شنبه په کابل کې په جلا جلا غونډو کې کړي او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې پر خپلو تګلارو له سره غور وکړي.
