Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2025

ډانلډ ټرمپ د امریکې د ۴۷م ولسمشر په توګه تر لوړې کولو وروسته: د امريکا طلايي‌ دوره پيل شوه

0
د جنورۍ پر ۲۰مه، ډانلډ ټرمپ په واشنګټن کې د امریکې د ۴۷م ولسمشر په توګه سوګند پورته کړ.

تر ټرمپ مخکې د جېمز وېنس د مرستيال ولسمشر په توګه لوړه وکړه. ۴۰ کلن وېنس پخوانی پوځي او سېنېټر دی چې په افغانستان کې یې هم د يو سرتېري په توګه وخت تېر کړی دی.


ټرمپ تر لوړې کولو وروسته وويل چې په هر څه کې به امريکا تر هر چا مخکې ساتي. "د امریکې طلايي زمانه همدا اوس پيل شوه. له اوس څخه به زموږ هېواد پرمخ ځي او په ټوله نړۍ کې به یې احترام کېږي. زه به د خپلې ولسمشرۍ په وخت امريکا تر هر څه مخکې ګڼم."


د ډانلډ ټرمپ د لومړۍ دورې ولسمشرۍ په وخت،‌ امريکا د افغان طالبانو سره د دوحې تړون لاسليک کړ چې په اساس یې امريکايي پوځيانو له افغانستانه وتل پيل کړل. دا تړون د ۲۰۲۰ کال د فرروۍ په ۲۹مه شوی وو. په افغانستان کې د امريکې د بیارغونې د کارونو د څار دفتر (سيګار) د ۲۰۲۲ کال په مې کې د افغانستان په اړه خپاره کړي راپور کې ويلي وو چې د دوحې تړون د افغان ځواکونو د سقوط سبب شو.


سیګار زیاته کړې چې تر ډونلډ ټرمپ وروسته ادارې، د ولسشمر جو بايډن کړې هغه لوظنامه لغوه نه کړه او په روانې ساتلو سره یې امريکايي ځواکونه له افغانستانه وویستل. طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، په افغانستان کې حکومت ونیو. خو امريکا او ځينو نورو غربی هېوادونو د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره د ميليونونو ډالرو لېږل جاري وساتل. ټرمپ په دويم ځل د ولسمشر په توګه سوګند پورته کولو يوه ورځ مخکې خبرداری ورکړ چې يا دې طالبان په افغانستان کې پاتې د امريکې پوځي سامانونه واپس کړي او يا دې دغو مرستو بندېدو ته تيار شي.


ټرمپ څنګه په دويم ځل ولسمشر شو؟

ټرمپ په ۲۰۱۵ کال کې اعلان وکړ چې د ریپبلکن ګوند له لارې به د امریکا د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماندوي. سره له دې چې نظرپوښتنو د هغه د ناکامۍ وړاندوینه کوله، خو هغه د امریکا د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې. او د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ کې د امریکا ۴۵م ولسمشر شو.




په ۲۰۲۰ کال کې ټرمپ د جو بایډن سره د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې سیالي وکړه، خو ماتې یې وخوړه. هغه د ټاکنو پایلې و نه منلې او په پراخه کچه یې د درغلیو تورونه ولګول. د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر شپږمه د کانګرس پر ودانۍ د برید له امله هغه لا نور جنجالي شو. د ولسمشرۍ له پای ته رسېدو وروسته، ټرمپ د څو قانوني قضیو سره مخ شو، چې پکې په ټېکسونو کې درغلي او د کانګرس پر ودانۍ د برید هڅونه شامل دي.


خو پخوانی ولسمشر ټرمپ په ۲۰۲۴ کال کې بیا ټاکنو ته ودرېد. ۸۷ کلن ډانلډ ټرمپ د نومبر پينځمې په ولسمشريزو انتخاباتو کې خپلې سیالې او د ډېموکراټ ګوند نوماندې، کاملا هيرېس ته ماتې ورکړه او يو ځل بیا د امریکا ولسمشر منتخب شو.


د هغه د ولسمشرۍ دوره له مهمو اقداماتو او کړکېچونو ډکه وه. هغه د ټېکسونو په کمولو او د سوداګرۍ د ودې لپاره قوانین بدل کړل. نوموړي د کډوالۍ قوانین سخت کړل، په ځانګړې توګه د مېکسیکو پر پوله د دېوال جوړول او د ځینو مسلمانو هېوادونو د وګړو لپاره یې پر سفر بندیز ولګاوه. په نړیوال سیاست کې هغه د شمالي کوریا له مشر سره تاریخي ملاقاتونه وکړل او د چین او ایران په وړاندې یې سخت دریځ خپل کړ.


د ټاکنو د کمپېین په مهال د تېر کال په جولای کې پر ټرمپ د پېنسلوانیا ایالت په بټلر ښار کې د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال برید شوی وو. په پېښخ کې ټرمپ د ښي غوږ په پورتنۍ برخه کې ټپي شو، خو له جدي زیان څخه بچ پاتې شو. بریدګر، ۲۰ کلن توماس میتیو کروکس، چې د پنسلوانیا اوسېدونکی و، په ډزو کې ووژل شو. په پېښه کې یو ولسي وګړی ووژل شو او دوه نور ژوبل شول.


د ټرمپ لنډه پېژندګلوي

ډانلډ ټرمپ د ۱۹۴۶ کال د جون پر ۱۴مه په نیویارک کې په یوه شتمنه کورنۍ کې زېږیدلی دی. د هغه پلار، فریډ ټرمپ، په نیویارک کې د ځمکو او ودانیو سوداګر وو. ډانلډ ټرمپ د هغه په پینځو اولادونو کې څلورم دی. نوموړی لا ځوان وو چې د خپل پلار پر پل روان شو او د شتمنۍ د پراخولو لپاره یې سوداګرۍ ته وده ورکړه. هغه په نيويارک کې د ټرمپ ټاور مشهورې ودانۍ تر څنګ، د امریکې په ځينو نورو ښارونو کې هوټلونه، قمارخانې (کسېنو) او ګالف ميدانونه لري.


ډانلډ ټرمپ په زلميتوب کې د نیو یارک پوځي اکاډمۍ کې شامل شوی وو. په ۱۹۶۸ کال کې له وارټن سوداګریز ښوونځي فارغ شو. نوموړي په ۱۹۷۷ کال کې د هغه وخت د چېکوسلواکیا له یوې ښځې، ایوانا زېلنېچکووا سره واده وکړ او له هغې سره یې درې بچي پیدا شول. ټرمپ وروسته له هغې جلا شو، بیا یې په ۱۹۹۳ کال کې له ماډلې مارلا مېپلز سره واده وکړ، خو په ۱۹۹۹ کې یې له یو بله طلاق واخیست او یوه لور یې پاتې شوه.


ډانلډ ټرمپ بیا په ۲۰۰۵ کال کې د سلووېنیا له یوې ماډلې مېلانیا کناوس سره واده وکړ او له هغې یو زوی لري. مېلانیا په ۲۰۱۶ کال کې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ تر بریا وروسته څلور کاله د امریکا لومړۍ مېرمنه وه او اوس به بیا د هغه هېواد د لومړنۍ مېرمنې په توګه خپله دنده پرمخ بیايي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net