د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې نږدې ۵۰۰ افغانان تېره اوونۍ نیول شوي
د ايران د سیستان او بلوچستان د مرکز زاهدان ښار د پولیسو قوماندان، ويلي په تېره يوه اونۍ کې دوی نږدې " ٥٠٠" بې اسناده افغان کډوال نیولي دي.
شاه پور فلاحي د پنجشنبې په ورځ ايراني رسنيو له دې ډلې ایرنا خبري اژانس ته ويلي چې دا نيونې د "ټولنیز امنیت د سطحې لوړولو" طرحې د پلي کولو په ترڅ کې شوې دي.
