Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2024

د افغانستان د شپږم ټولګي زده‌کوونکې: له ازموینو وروسته زمونږ د ښوونځیو دروازې بندېږي

0

نن د لیندۍ یا قوس میاشتې لومړۍ نېټه د افغانستان په سړو سیمو کې له څلورم څخه تر دولسم ټولګیو کلنۍ ازموینې پیل شوې.

سکینه د کابل ښار په لوېدیځه برخه کې د یوه ښوونځي د شپږم ټولګي زده‌کوونکې ده او هیله لري چې په راتلونکې کې پیلوټه شي.

نوموړې له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه ناهیلي وښوده چې نه‌شي کولای راتلونکی کال زده‌کړو ته دوام ورکړي.

هغې وویل: "سږکال زموږ د ښوونځي وروستی کال دی، له اووم ټولګي پورته زده‌کړې نه‌شو کولای، ډېرې ناهیلي یو راتلونکی نه‌لرو او ټولې هیلې مو له خاورو سره خاورې شوې."

د شپږم ټولګي یوه بله زده‌کوونکې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د ورته اندېښنې په شریکو سره ازادي راډیو ته وویل: "زه په دې اړه ډېره اندېښنه لرم چې راتلونکی کال اووم ټولګي ته ځم، د ښوونځیو دروازې زموږ پرمخ تړل کېږي، له سرپرست حکومته مو غوښتنه ده چې د ښوونځیو دروازې زموږ پرمخ خلاصې کړي."

د زده‌کوونکو دې اندېښنو ځینې ښوونکي هم اغېزمن کړي دي.

په غور ولایت کې یوه ښوونکي غلام سخي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هرکله چې له دوی سره خبرې کوم په ژړا کېږي او وايي چې راتلونکی کال نه‌شي کولای درس ووايي. له زده‌کړو د اناث طبقې محرومول د ټولنې د نیمايي قشر محرومول دي چې پایلې به یې ډېرې خطرناکې وي او موږ په هیڅ وجه نه‌شو کولای چې د تېرو درې یا څلور کالو څخه چې نجونې له زده‌‌کړو راګرځول شوي، جبران کړو."

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت لس ورځې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په سړو سیمو کې د کلنیو ازموینو د پیل خبر ورکړی و.

دې وزارت په خپلې ایکس‌پاڼه کې ویلي چې له لومړي څخه تر درېیمو ټولګیو ازموینې به د لړم یا عقرب د میاشتې په ۲۶مه او له څلورم څخه تر دولسمو ټولیګو به ازموینې د قوس د میاشتې په لومړۍ نېټه د ټولو سړو سیمو په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې پیل شي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافېرې کرن ډیکر چې د قطر له دوحې فعالیت کوي، وايي چې د زده‌کړو په برخه کې پر افغان نجونو او ښځو وضع شوي محدویتونه به دوی د افغانستان په راتلونکې کې له فعاله ونډې اخیستلو راوګرځوي.

نوموړې د چهارشنبې د ورځې ناوخته د زده‌کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپلې ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې افغانستان د ټولو وګړو له فعالې ونډې اخیستلو پرته پرمختګ او هوساینې ته نه شي رسېدلای.

دا اندېښې په داسې حال کې دي چې طالبانو په افغانستان کې په بیا واکمنېدو له شپږم ټولګيو پورته نجونې له زده‌کړو منع کړې او د پوهنتونو دروازې یې هم د محصلینو پرمخ وتړلې.

که څه هم د طالبانو دغه اقدام په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راوپارول او نیوکې پرې وشوې، خو طالبانو بیا تل د نجونو د زده‌کړو موضوع کورنۍ مسئله بللې ده او ادعا کوي چې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، هغه ادعا چې ډېری افغانانو، بېلابېلو بنسټونو او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه ده.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net