Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2024

د افغانستان د تحليل‌ګرانو شبکه: سږکال د کوکنارو د کښت جغرافيه له هلمنده بدخشان ته لېږدول شوې

0
د افغانستان د تحلیل‌ګرانو شبکه وایي، سږکال د کوکنار د کښت جغرافیایي مرکز له هلمنده، بدخشان ولایت ته انتقال شوی دی.


د افغانستان د تحلیل‌ګرانو شبکې په یوې نوې خپره کړې شننه کې ویلي، سره له‌‌دې چې د طالبانو حکومت د کوکنار پر کښت بندیز لګولی، خو په ټکو یې سږ ۲۰۲۴ کال د کوکنار د کښت جغرافیایي مرکز له هلمند، بدخشان ولایت انتقال شوی.


دغې شبکې د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۱۳مه) د نشه‌‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګروملتونو د مبارزې ادارې (UNODC) د کلنۍ سروې په حواله راپور ورکړی، په افغانستان کې د کوکنارو کښت کچه یو پر پنځمه برخه زیاته شوې او طالبان پرې د خپل بندیز په پلي کولو کې پاتې راغلي دي.


د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګروملتونو د مبارزې ادارې (UNODC) په کلنۍ سروې کې چې د د روانې نومبر میاشتې په ۶مه نېټه خپره شوې وه، د تېر هغه په پرتله په افغانستان کې د کوکنار په کښت کې ۱۹سلنه زیاتوالی ښودل شوی و، سږکال په ۱۲۸۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي، په‌‌داسې حال کې چې تېر کال په ۱۰۸۰۰ هکتاره ځمکه کې کرل شوي وو.


د افغانستان د تحلیل‌ګرانو شبکې د ملګروملتونو د دغې ادارې په حواله ویلي، په ۲۰۲۴ کال د افغانستان له نمیایي زیات، ۵۹سلنه کوکنار په شمال‌ختیځو سیمو په ځانګړې توګه په بدخشان کې کرل شوي دي.




د دغې شبکې شننه ښیي چې تېرکال د کوکنارو په کښت کې "بشپړ" ۹۵سلنه کموالی راغلی و، خو اوس دا شمېر بدل شوی او په ۱۴ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي دي.


د شننې له‌‌مخې، پر بدخشان سربېره، تخار بل شمال‌ختیځ ولایت دی چې سږ کال یې له ۱۰۰ هکتاره زیاته ځمکه کې کوکنار کرل شوي، چې د هېواد د ټولو کوکنارو د کښتونو شاوخوا دوه سلنه برخه جوړوي.


شننه کې راغلي، په شمال‌ختیځو سیمو او ولایتونو کې د کوکنارو د کښت د کچې د لوړېدو ستر لامل د دغو نشه‌‌یي توکو تولید لوړې بیې دي.




شننه وايي، د وروستیو معلوماتو له‌‌مخې، د ۲۰۲۴ تر فبرورۍ پورې په افغانستان کې د یو کیلو ګرامه اپینو بیه ۷۳۰ امریکایي ډالره ته رسېدلې، خو په ټکو یې مخکې چې طالبانو په شدت د کوکنارو پر کښت بندیز عملي کاوه، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو کیلو ګرامو اپینو بیه تر ۱۱ سوو ډالرو هم لوړه وه.


هغه خبره چې یوشمېر کروندګرو هم ازادي راډیو ته کړې ده.


د بدخشان ولايت د درایم ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې په خبره یې پلار یې له کلونو راهیسې کوکنار کري، د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "دلته خلک ټول په‌دې هڅه کې دي چې څنګه ښه عاید (پیسې) ترلاسه کړي، تاسو هم پوهېږئ چې د کوکنارو بیه د نورو کرنیزو توکو پر پرته لوړه ده، نو ځکه ټولو خلکو بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کړې ده، په ټوله کې خلک اقتصادي ستونزې لري، د زیاتو پیسو پیدا کولو لپاره دا کار کوي."


د بدخشان ولایت د اَرګو ولسوالۍ یو بزګر هم د ورته ستونزې له امله د نوم خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "دلته ځوانان بې‌کاره دي، که څه هم دولت هڅه کوي او وایي دا (تخم) مه شیندئ، خو موږ یې شیندو، دلته کار نه‌شته، خلک بدمرغه (بې‌وزله) دي، که ایران ته ځو نه مو پرېږدي که ترکیې ته ځو ډیپورتوي مو، موږ هم مجبوره یو چې دلته خشخاش (کوکنار) وکرو."




د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تازه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د شننې او دغو خلکو د ادعاو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.


خو له‌دې وړاندې یې طالبانو پخوا د UNODC د راپور موندنې رد کړې وې.


طالب چارواکو تل ویلي چې، په پراخه کچه یې د نشه‌‌یي توکو د تولید او کوکنارو د کښت مخینوی کړی دی.


د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت‌‌الله په ۱۴۰۱ کال نیمایي کې په هېواد کې د کوکنار د کښت او نشه‌يي توکو د تولید، قاچاق او کارول پر وړاندې د مبارزې او مخنیوي لپاره فرمان هم صادر کړی دی.


د دغه فرمان په صادرېدو طالبانو په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې د کوکنارو د کښتونو د له‌منځه وړلو عملیات وکړل، چې په بدخشان ولایت کې یې په غبرګون کې اعتراضونه هم وشول او د راپورونو له‌‌مخې د طالبانو له‌‌خوا اعتراض کوونکو باندې په ډزو کې یوشمېر کسان ووژل شول او یوشمېر هم ټپيان شول، چې د ارقامو په اړه بېلابېل معلومات وړاندې شوي وو، خو د طالبانو حکومت هغه مهال نه وو تايید کړي.


د ملګروملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ادارې د راپور له‌مخې، تر تېر ۲۰۲۳ کال پورې طالبانو په افغانستان کې د کوکنار د کښت ۹۵سلنه مخنیوی کړی و، خو اوس دا دی یو ځل بیا د دغو کروندو د زیاتېدو راپورونه ورکول کېږي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net