Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2023

بایډن: په سیمه کې امریکا ځواکونه له افغانستان څخه د ګواښونو څارنه کوي

0
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن وايي، په سیمه کې د امریکا پوځي ځواکونه له افغانستان څخه د احتمالي ګواښونو څارنه کوي.


بایډن د پنجشنبې په ورځ د امریکا کانګرس ته په یوه لیک کې د امریکايي ځواکونو د استولو په اړه لیکلي وو چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه بهر ځای پرځای دي چې د امریکا او د هغې د ګټو پر وړاندې له دې هېواده د احتمالي ګواښونو ځواب ورکړي.


هغه په دغه لیک کې چې د امریکا د نظامي ځواکونو پر استقرار او په افغانستان، عربستان، اردن، لبنان، ترکیې، جنوبي افریقا، کیوبا او فیلیپین کې له ترهګریزو ګواښونو سره پر مبارزې تمرکز لري د افغانستان نوم په سر کې کې راغلی دی.


د امریکا ولسمشر په دغه لیک کې دا هم لیکلي چې په سوریه او عراق کې د دغه هېواد د ترهګرۍ ضد عملیاتو داعش ډله کمزورې کړې ده.




جوبایډن ټینګار کړی چې د اړتیا په صورت کې به د امریکا د خلکو او ګټو د دفاع لپاره نور اقدامات هم وکړي، خو د دغو احتمالي اقداماتو د څرنګوالي په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.


د طالبانو حکومت تراوسه د امریکا د ولسمشر دغه لیک ته غبرګون نه دی ښودلی او د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته هم ځواب ونه وایه.


خو د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې هېڅ ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د امریکا، د امریکا د متحدینو او نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.


په ورته وخت کې د پوځي، امنیتي او سیاسي چارو کارپوهان د امریکا او طالبانو حکومت ترمنځ اړیکو او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کابل کې د القاعده شبکې پر مشر ایمن الظواهري د امریکا برید ته په اشارې سره وايي چې د طالبان حکومت باید ترهګرو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو پر ضد عمل وکړي ترڅو افغانستان او خلک یې د له احتمالي پایلو خوندي وي.


د سیاسي او امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر ادعا کوي چې د طالبانو حکومت او امریکا اوس منظمې اړیکې لري، خو بیا هم که د امریکا ګټې له ګواښ سره مخ شي نو ممکن اقدامات وکړي.




نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "امریکا د سیمې وضعیت څاري، هغه اداره او کنټرولوي،که چېرې امریکایان پوه شي چې ګټې یې په افغانستان کې له مستقیم ګواښ سره مخ دي، شاید کوم اقدام تر سره کړي."


د امنیتي او پوځي چارو پوه احمد خان انډر هم وايي چې یو شمېر امریکايي چارواکو له افغانستانه د وتلو پر مهال د جوبایډن اوسنیو څرګندونو ته ورته څرګندونې درلودې، خو انډر په دې باور دی، دې لپاره چې افغانستان د ترهګرو ډلو د خوځښتونو له امله د ده په ټکو د امریکا په ګډون د سیمې او نړۍ د هېوادونو له بریدونو څخه په امان وي، د طالبانو حکومت باید په دې هېواد کې پر ترهګرو ډلو کنترول ولري.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "په اوس وخت کې چې امریکا متحدو ایالاتو جمهور رییس جوبایډن یوځل بیا اعلان کړی چې که له افغانستان څخه زموږ ځمکنۍ بشپړتیا ته کوم ګواښ پېښ شي، زموږ قطعات چمتو دي او موږ برید کولای شو. نو اړینه ده د افغانستان اسلامي امارت په هغه موقف ولاړ شي چې په پرله‌پسې ډول یې اعلان کړی چې زموږ خاوره به د کوم هېواد پر ضد نه کارول کېږي."


دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د هغه امریکايي ځواکونو له وتلو څه باندې دوه کاله تېر شوي، هغه ځواکونه چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره افغانستان ته تللي وو، خو لا هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې په خپل ځای دي.


تر دې وړاندې د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو په وار وار په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی او اندېښنه یې ښودلې ده.


د تېرې جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خپل د ٢٠٢٢ کال په راپور کې ویلي چې د افغانستان ګاونډیان له افغانستان څخه د احتمالي ترهګریزو ګواښونو په اړه ډېر اندېښمن دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي، که څه هم طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي، خو د یاد وزارت په وینا لا هم ترهګرو ډلو ته پټنځایونه ورکوي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net