لاوروف: نړیواله ټولنه له طالبانو د یو ټولشموله حکومت د جوړېدو تمه لري
د روسې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د یو ټولشموله حکومته جوړول؛ هغه مکلفیت دی چې دې ډلې یې د واک تر لاسه کولو وروسته د جوړېدو ژمنه وکړه.
لاوروف چې پرون یې په مسکو کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره يو خبري کنفرانس ته خبرې کولې وویل، نړیواله ټولنه هم تمه لري چې طالبان د خپلو همدې ژمنو پر بنسټ یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د لاوروف له قوله لیکي، د ټولشموله حکومت جوړول به مرسته وکړي چې د طالبانو اوسنی حکومت نړیواله ټولنه په رسمیت وپېژني.
د سرګي لاوروف په خبره، په افغانستان کې د داشان حکومت جوړېدل د روسیې له اهدافو څخه دي او دوی تمه لري چې طالبان خپله دا ژمنه پوره کړي.
د روسیې له دې غوښتنې مخکې نړیوالې ټولنې هم د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو خوندیتوب او د طالبانو لهخوا ورته درناوى کول او تر خوا یې د یوه داسې حکومت جوړول چې ټول لوري په کې شامل وي، د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره د خپلو شرایطو په توګه اعلان کړي.
طالبان د لاوروف د څرګندونو په اړه څه نه وايي، خو له دې وړاندې یې ویلي، اوسنی حکومت یې ټولشموله دی او په دې برخه کې د نړیوالو فرمایشونه نه مني.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پرون د تولشموله حکومت د جوړېدو لپاره د سیاسي ډیالوګ په پراختیا ټینګار وکړ او دا یې هم وویل، چې د مسکو د ناستې په دوام به، د افغانستان ګاونډیان د ۲۰۲۳ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې بله غونډه هم وکړي، خو د نوموړي په خبره، تر اوسه د دې ناستې دقیقه نېټه او ځای نه دی ټاکل شوی.
هاخوا د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د یوه واحد دریځ د پیاوړتیا په موخه، د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی توماس وېسټ پاکستان ته رسېدلی او هلته یې د دې هېواد د بهرنیو چارو د مرستیال اسد محمد خان په مشرۍ یو پلاوي سره لیدلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په دې کتنه کې دواړو لوريو د سیمې پر حالاتو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره به په ګډه کار کوي.
توماس وېسټ د جنوري له۲۹ مې د فبروري تر۴مې پاکستان، جرمني او سویس ته په سفر را وتلی.
پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویسټ د سفر په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړه، چې دا يې هم په کې لیکلي وه، د طالبانو وروستیو فرمانونو نړیواله ټولنه له فوقالعاده ننګونو سره مخ کړې ده.
په افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او کار بندیز، د ټولشموله حکومت نشتوالی، بشري او اقتصادي بحراني وضعیت، د ترهګرۍ ګواښ او د وضعیت د سمون لپاره د یوه سیاسي ملي بین الافغاني ډیالوک نشتون، هغه څه دي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه یې د افغانانو او نړیوالې ټولنې جدي اندېښنې را پورته کړي دي.
