امینه محمد: افغان ښځې د کسب او کار د مشرۍ وړتیا لري
مېرمن محمد تېره شپه د سلواغې لسمه په یوه ټویټ کې وویل، افغان ښځې حق لري چې کاري فضا کې ونډه ولري.
نوموړې دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې تېره اونۍ یې افغانستان ته په سفر کې په کابل او کندهار کې له طالب چارواکو سره ولیدل.
مېرمن محمد پر ښځو د طالبانو د کاري او تعلیمي بندیز د لرې کولو لپاره کابل ته سفر کړی و، خو تراوسه طالبانو په رسمي ډول خپلو پرېکړو کې کوم نرمښت نه دی ښودلی.
طالبانو د ملګرو ملتونو دغه او بل تللي پلاوي ته د بندیزونو د لرې کولو ژمنې ورکړي دي.
