Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2023

ډبليو‌اف‌پي: افغانستان کې مو ۱۱۵ ګرځنده روغتيايي کلينيکونه تړل شوي دي

0
د خوړو نړيوال پروګرام ويلي دي، افغانستان کې د دوی د فعاليتونو د ځنډېدو له امله لسګونه زره ښځې او ماشومان اغېزمن شوي دي.


د کابل یوه اوسېدونکې چې نه‌غواړي راپور کې يې نوم واخيستل شي، له بد اقتصادي وضعيت څخه شکايت کوي.


نوموړې ازادي راډيو ته وويل، زامن او لوڼې يې وزګاره دي او باید ژر تر ژره بشري مرستې بېرته پيل شي.


نوموړې وايي: "زامن مې کار نه‌لري، لوڼې مې هم په کور ناستې دي، بهرنۍ مرستې یې بندې کړي، په کور کې نه لرګي لرو او نه هم د خوړو له پاره کوم څه. زه خپله ناروغه یم، پیسې نه‌لرو چې ډاکټر ته لاړه شم، پخوا ښه و، ښځې به کور ته راتللې سروې به یې کوله څوک به چې ډېر بې‌وزلي و، له هغو سره به يې مرسته کوله، که ډېره نه وه، لږه مرستې خو به يې کوله اوس هاغه هم نه‌شته."




د پکتيا ولايت اوسېدونکي عثمان هم ازادي راډيو ته وويل، چې د مرستو د بندېدو او د سخت ژمي له امله د دغه ولايت ډېر اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.


نوموړی وايي: "په دې وروستیو کې د نا دولتي مؤسسو د فعالیتونو په درولو سره د پکتیا ولایت اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي، په روغتیا او خوراکي برخو کې یې مرستې بندې شوې دي، ژمی دی هوا ډېره سړه ده موږ له ګڼو ستونزو سره مخ یو. د دې ولايت خلک په بد اقتصادي حالت کې ژوند کوي، موږ غواړو چې دغه مؤسسې ژر تر ژره خپل فعاليتونه بېرته پيل کړي."






دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې په افغانستان کې په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز له امله له ۴۳۷ کلینکونو څخه يې ۱۱۵ ګرځنده تړل شوي، چې ۸۲ زره ماشومانو په ګډون یې امیندواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې هم اغېزمنې کړې دي.


په راپور کې دا هم راغلي، چې د ښځینه ښوونکو د نه‌شتون له امله په ښوونیزو برخو کې د دې سازمان فعالیتونه ځنډول شوي، چې له امله یې ۳۹۳۰۰ کسان چې په دې کې هم ډېری یې ښځې دي اغېزمن شوي دي.




خو په راپور کې راغلي، چې تر اوسه پورې ۱.۳۶ ملیون خلکو ته د خوراکي توکو مرستې او بېړنۍ تغذیه رسېدلې او د خوړو نړیوال پروګرام په پام کې لري چې په روانه میاشت کې دا مرستې ۱۵ ملیون خلکو ته ورسیږي.


راپور وايي، د دې سازمان له ۱۹ شریکانو څخه پنځو یې اعلان کړی چې دوی کولی شي په افغانستان کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.


په راپور کې راغلي چې د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې له ۹۸ نادولتي مؤسسو سره تړونونه او د ۳۶۰۰ ښځو په ګډون ۱۸ زره کارکوونکي لري.




په ورته وخت کې د فارس خلیج د همکارۍ شورا وايي، چې طالبانو افغانستان یرغمل نیولی دی او دې موضوع د نورې نړۍ لپاره په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت او بشري مرستو پر وړاندې ستونزې جوړې کړې دي.


د دې سازمان د منشي مرستیال عبدالعزیز حماد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې افغانستان محاصره دی، خو بیا هم دوی باید د دې هېواد له خلکو سره د مرستې لپاره هڅې وکړي.


دا په داسې حال کې ده چې د ډسمبر په میاشت کې د طالبانو له‌خوا په نا دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته، ډېری مرستندویه مؤسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول او د خپل کارونو بیا پیل یې د دغه بندیز په لرې کېدو پورې مشروط وګڼلو.


خو د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مرستيال عبدالسلام حنفي ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد بشري مرستې، چې مليونونه افغانان ورته اړتيا لري، له سياسي مسايلو سره شريکې نه کړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net