Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2023

مارتين ګريفيتس: طالبان د ښځينه کارکوونکو د کار په اړه پر يوې تګلارې کار کوي

0
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري په نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د افغان مېرمنو پر کار د بندیز له پرېکړې څه د پاسه یو میاشت تېریږي، ملګري ملتونه وايي هیله‌مندي شته چې د بشري مرستې رسونې په ځینو برخو کې طالبان د ښځو ونډې ته اجازه ورکړي.


د بشري مرستو رسونې په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس چې تازه د کابل له سفره ستون شوی امریکايي ټلوېزیون سي‌ان‌ان سره په مرکه کې ویلي دي، که څه هم په نا دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو د تېرې میاشتې بندیز لا هم پر خپل ځای دی خو له دوی سره يې په کابل کې د خبرو پر مهال له دوی هیله بښونکي ځوابونه ترلاسه کړي دي.




نوموړي ويلي: "د دوی ځواب راته دا و چې دوی پر یوې کړنلارې کار کوي چې په راتلونکو اوونیو کې به جوړه شي او په‌کې به د بشري مرستو رسولو په چارو کې د ښځو رول ته پام شوی وي، زه له دې چارې خوښ یم او له ټولو طالب چارواکو سره چې ما لیدلي، ما ترې مثبت ځواب ترلاسه کړی، نو موږ یې پایلو ته په تمه یو او په دې برخه کې به د فبروري تر وروستیو له دوی سره په ژورو بحثونو اخته یو، تر څو دا باور ترلاسه شي چې هره هغه کړنلاره چې جوړیږي نو باید د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ویونکي وي."


نوموړي هیله‌مندي ښودلې چې طالبان به د ښځو د کار په اړه لارښود ژر خپور کړي.




په ۲۰۲۱ میلادي کال په اګسټ میاشت کې تر واک وروسته طالبانو سم‌لاسي له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زده‌کړه بندیز ولګاوه، خو د ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستیو کې پر ښځو د محدودیتونو په دوام يې دوی له لوړو زده‌کړو هم منع کړې او په کورنیو نا دولتي او نړیوالو مؤسسو کې يې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.


په همدې حال د ملګرو ملتونو د سرمنشي بلې مرستیالې امنیه محمد، چې دې هم په دې وروستیو کې پر افغان مېرمنو د محدودیتونو د پای ته رسېدو په تړاو له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر کړی و، په خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي چې هیڅکله به افغان مېرنې او نجونې هېرې نه‌کړي.


اغلې محمد لیکلي، چې دوی به داسې لارې ومومي چې له‌مخې يې افغان مېرمنې په ټولنه کې ځان وویني او بشري حقونو ته يې درناوی وشي.




نوموړې تېره ورځ په نیویارک کې په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې باید له دیارلسمې پېړۍ څخه یویشتمې پېړۍ ته د‌ طالبانو په راوستلو کار وشي.


اغلې محمد زیاته کړه، د افغان مېرمنو د بشري حقونو د تامین په هدف یې په خپل اختیار کې له هر ډول امکاناتو کار واخیست.


مېرمن امینې وویل، چې افغانستان ته یې د سفر پر مهال پر طالبانو فشار راوست څو پر افغان مېرمنو بندیزونه لیري کړي، په ځانګړي ډول د بشري مرستو د رسولو په مؤسسو کې، ځکه په خبره یې د سخت ژمي پر مهال قحطي د نږدې کېدو په حال کې ده.


دا څرګندونې داسې مهال دي، چې بېلابېلو مرسته رسونکو نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی، چې د افغانستان د ۳۸ میلیونه نفوس نږدې نیمايي له سختې لوږې سره مخ دي او که طالبان په نادولتي ادارو کې مېرمنو ته د کار اجازه ورنه‌کړي دا بشري ناورین به لا پسې پراخه شي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net