Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2023

د مخکېني نظام د امنیتي کارکوونکو د وژنې بیا ډېرېدو ادعاوې شوي

0
د افغانستان د مخکېني حکومت د امنیتي ادارو یو شمېر کارکوونکي ادعا کوي چې د مخکینیو امنیتي کارکوونکو د وژنو پېښې په وروستیو کې بیا ډېرې شوې دي.


سید فاروق پاچا چې په تېر جمهوري حکومت کې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ د بشري حقونو مدیر و او تر هغه مخکې یې د لغمان په امنیه قومندانۍ کې هم دنده کړې وه، د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ په لغمان کې ووژل شو.


د سید فاروق پاچا ورور سید اختر سیدي ازادي راډيو ته وویل، ورور یې له جلال اباد څخه خوږياڼیو ولسوالۍ ته روان و چې په لاره کې مخ پټو وسله والو ښکته کړ او بیا یې د تور غره په لمن کې وواژه.


هغه وویل: "خوږياڼيو ته په لاره له چمتلې کوز د ارغچ جومات دی، همدلته مخ پټو وسله والو له موټر څخه ښکته کړی و، وړوکی لمسی یې هم ورسره و، هغه یې په بل موټر کې لېږلی و، دی یې د تورغر خوا ته وړی و او هلته یې زېندۍ او شهید کړی و. موږ نه پوهېږو چې چا دا کار کړی، خو مخکې هم هلته طالبان وو او اوس هم دي."


دا یوازې سید فاروق پاچا نه دی چې په نېږدې وختونو کې وژل شوی، تر دې مخکې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د شکرالله په نوم د مخکېني حکومت د ملي امنیت د یوه کارکوونکي، په پکتیا کې د پخواني پوځي محمد یوسف خان، او د ارزګان په خاص ارزګان او د لغمان په الینګار ولسوالیو کې هم د مخکنیو امنیتي کارکوونکو د وژنې خبرونه ورکړل شوي دي.



همدا ډول تېره میاشت د دفاع وزارت د یوه پخواني جنرال محمد ابراهیم جهادیار د وژلو خبر هم خپور شو.




د جنرال جهادیار د کورنۍ یوه غړي ازادي راډيو ته وویل چې نوموړی د طالبانو له لوري ونیول شو او له دوه میاشتې زندان وروسته په زندان کې په مرمیو ویشتل شوی او وژل شوی و او جسد یې د کابل په موسهي ولسوالۍ کې غورځول شوی و.


د جهادیار د کورنۍ غړي وايي، که څه هم نوموړی خپله طالبانو ونیو، خو د جسد د پيدا کېدلو په وخت کې یې ورته وویل چې د نوموړي قضیه شخصي وه. د طالبانو د دفاع وزارت ویاند هم د ابراهیم جهادیار د وژنې د خبرونو له خپرېدو سره سم په دې پېښه کې لاس لرل رد کړل.


په مخکېني حکومت کې د ملي امنیت شورا ویاند مولانا رحمت الله اندړ هم ادعا کوي، چې په وروستیو کې د مخکنیو امنیتي ځواکونو د وژلو او ځورولو پېښې ډېرې شوې دي.


مولانا اندړ ازادي راډيو ته وویل، دغه وژنې ځینې په ښکاره او ځینې هم په مرموز ډول کېږي.




هغه وویل: "په ابتدا کې دا وژنې ډېرې وې او په منځ کې یو څه کمې شوې خو اوس یې بیا زور اخیستی. ځواکونه په نښه کېږي، ځینې په ښکاره ډول وژل کېږي، د ځینو په کور چاپې وهل کېږي، ځینې د نامعلومو وسله والو په نوم په داسې سیمو کې وژل کېږي چې هغه سیمې د طالبانو تر کنترول لاندې وي."


د پوځي چارو پوه اسدالله ندیم وايي، دا چې د پخواني حکومت امنیتي کارکوونکي په نښه کېږي، د پخوانیو عقدو ترڅنګ یو لامل یې هغه وېره هم ده، چې فکر کېږي یو ځل بیا دا ځواکونه د اوسني حکومت پر ضد منسجم نه شي، خو د ښاغلي ندیم په باور پخواني امنیتي ځواکونه اوس د ټولنې په عادي خلکو بدل شوي او دا وېره بې ځایه ده.




هغه وویل: "طالبانو له دوی وېرېږي چې هسې نه د دوی خلاف په کوم تشکیل کې راټول شي او دوی ته به خطرناک تمام شي، ځکه طالبان هڅه کوي، له منځه یې یوسي، خو دا یوازې یوه وېره او نه بښونکې ګناه ده، دوی فکر کوي چې دا ځواکونه خطرناک دي، حال دا چې ډېر یې اوس د ټولنې په عادي وګړو بدل شوي او ډېرو یې سختو او عادي کارونو ته مخه کړې ده. طالبان له ډاره دا کارونه کوي."


د یادونې ده چې د مخکېنیو امنیتي کارکوونکو تر څنګ پخواني ملکي چارواکي هم وايي، خوندي نه دي.


د ننګرهار د بټي کوټ او بهسودو ولسوالیو ولسوال حاجي غالب مجاهد ادعا کوي چې وسله وال کسان یې کور ته ورغلي و او دی یې لټاوه. نوموړي ازادي راډيو ته وویل، دا درېیم ځل دی چې د طالبانو په واکمنۍ کې له ورته امنیتي ګواښ سره مخ کېږي.


غالب وویل: "وسله وال خلک راغلي او کور ته را دننه شوي وو، ماشومان یې هم وهلي او په عذاب کړي وو، هر رقم خلک شته، څڼې یې پرېښې وي، سړی په چا ادعا نه شي کولای چې څوک دي او څوک نه دي."


د ازادي راډیو خبریال د مخکېنیو امنیتي ځواکونو د وژنو د پېښو د ډېرېدو په اړه د طالبانو حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد او د کورنیو چارو وزات له ویاند عبدالنافع ټکور څخه هم وپوښتل، خو نوموړو په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.


د روان لمریز کال د مرغومي په ۱۵مه نېټه د رواداري په نوم د بشري حقونو یوه بنسټ ادعا کړې وه چې د طالبانو د واکمنۍ په پنځلسو میاشتو کې په ۴ ولایتونو کې ۶۳۴ تنه ملکي وګړي، پخواني پوځيان، د ملي مقاومت جبهې غړي او د طالبانو نور مخالفین وژل شوي، خو د طالبانو حکومت ویاند دا ادعا رد کړې وه.


که څه هم د طالبانو حکومت ویاندویانو په وار وار د پخواني حکومت د کارکوونکو په هدفي وژنو کې د خپلو کسانو لاس لرل رد کړي، خو د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړيوالو سازمانونو طالبان د خپل مشر د عمومي بخښنې د حکم په نه مراعاتولو او د پخواني حکومت د کارکوونکو په وژلو تورن کړي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net