Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2023

کندهار ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې سفر؛ طالبانو ترې ځینې غوښتنې کړي

0
د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیاله په کندهار کې د طالبانو له یو شمېر چارواکو سره تر کتو وروسته د یو لړ پرمختګونو خبر ورکوي.


امینه محمد له څلورو ورځو راپه دې خوا په کابل او کندهار کې له طالبانو غواړي چې افغان نجونې پرېږدي چې زده کړې وکړي او افغان مېرمنو ته اجازه ورکړي چې کار وکړي.


د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله د جمعې په ورځ کندهار ته ولاړه او هلته یې د کندهار د والي په ګډون د طالبانو له یو شمېر مشرانو سره وکتل.


امینه محمد د طالبانو له بیا واکمنۍ راوروسته یوه تر ټولو له مهمو بهرنیو څخه ده چې د طالبانو د مشر د اقامت ځای کندهار ته تللې ده.


تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دې د طالبانو له مشر هبت اله اخندزاده سره کتلي دي که نه.


امینې محمد تر دې مخکې په کابل کې د طالبانو له یو شمېر چارواکو او د مرستندویه بنسټونو له استازیو سره کتلي و.


په دې غونډو کې د ښځو د حقونو خوندیتوب تر ټولو مهم ټکی و.


د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریاست په خبرپانه کې راغلي چې د کندهار د والي مرستیال مولوي حیات الله مبارک امینه محمد ته ویلي چې د دوی حکومت غواړي له نړیوالو سره غښتلي روابط ولري.


په دې خبرپاڼه کې د کندهار د والي د مرستیال په وینا دا هم راغلي چې دوی له ملګرو ملتو غوښتې دي چې د طالبانو د مشرانو نومونه دې له تور لېست څخه پاک شي څو دوی وتوانېږي چې ملګرو ملتونو ته خپل استازی واستوي.


له امینې محمد سره د کندهار تر سفر مخکې په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم د رسمیت پېژندلو د مسئلې ترڅنګ یو شمېر موضوعات شریک کړي و.




متقي وایي: "په افغانستان بندیزونه لګېدلي دي، د رسمیت پېژندلو موضوع ده. همداراز د دوحې په تړون کې توافق شوی و چې د اسلامي امارت مشران به له تور لېسته وځي لاهم نه دې وتلي. کله چې زموږ مشران بهر ته سفر ونه لري، له تاسو سره له نورو سره غونډې ونه کړي په روابطو کې به څرنګه بهبود راشي."


له طالبانو سره د ملګرو ملتو د جګپوړي پلاوي لیدنې کتنې په داسې وخت کې کېږي چې طالبانو څه باندې درېیو اونۍ مخکې په نادولتي موسسو کې د روغتیا له برخې پرته د ښځو پر کار بندیز ولګاوه او تر ثاني امر پورې یې پوهنتون ته د نجونو تګ وځنډاوه.


د طالبانو تر دې پرېکړو وروسته ډیرو مرستندویه بنسټونو په افغانستان کې خپل کارونه یا یو مخ او یا هم یوه برخه ودرول.




په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي تر اوسه د امینه محمد د کندهار د سفر په اړه څه نه دي ویلي، خو بي بي سي د امینه محمد په وینا راپور ورکړی دی چې وایي، د طالبانو اکثرو مشرانو دې ته ویلي چې دوی غواړي د ښځو د حقونو د ورکړې په برخه کې همکاري وکړي.


د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې بي بي سي ته ویلي چې ځینې خبرې اورېدل شوي چې د دې په باور پرمختګ ګڼل کېږي.


خو بل لور ته د نجونو او ښځو پر کار او تحصیل بندیزونو په خپله افغانان له ستونزو سره مخامخ کړې دي.


د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ اداره اټکل کوي چې په روان میلادي کال کې تر اته ویشت میلیونه او درې لکه ډېر افغانان بېړنیو مرستو ته ضرورت لري، په دې ژمې کې د مرستو بندېدو او کمېدو په میلیونونو افغانان له ګواښ سره مخامخ کړي دي او لاهم څرګنده نه ده چې دا ستونزه به کله هوارېږي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net