Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2023

د تېر نظام د ولسي جرګې ښځينه وکيلانو کاناډا کې د پناه ورکولو د غوښتنې هرکلی کړی

0
په خیبر پښتونخوا کې مېشته د تېر جمهوري نظام په ولسي جرګې کې د ننګرهار ولایت د خلکو پخوانۍ استازې سایمه خوږیاڼۍ افغانستان کې د ټولو مېرمنو په ځانګړي ډول د ښځينه وکيلانو په اړه اندېښمنه ده.


دا اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوي، چې د تېرې یکشنبې په شپه د کابل په احمدشاه مېنه کې د جمهوري نظام پر مهال په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو پخوانۍ استازې مرسل نبي‌زاده له خپل یوه ساتونکي سره د نامعلومه کسانو له‌خوا ووژل شوه، او ورور یې ټپي شو.


له دې پېښې وروسته پرون د جنورۍ په ۱۶مه نېټه د کاناډا یو شمېر معتبرو رسنیو د یاد هېواد د پارلمان د شپږو تنو غړو یوه کډه اعلامیه خپره کړه، چې په‌کې د کاناډا په هېواد غږ شوی و، چې په افغانستان کې له خطر سره د مخ ښځینه وکیلانو د خوندیتوب په برخه کې ژر تر ژره اقدام وکړي.


په دې اعلامیه کې د مرسل نبي‌زاده په وژنه خواشیني او د ټولو افغان نجونو او ښځو د ژوند په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.




د تېر جمهوري نظام په ولسي جرګې کې د ننګرهار ولایت د خلکو پخوانۍ استازې سایمه خوږیاڼۍ، له افغان ښځو په ځانګړي ډول ښځینه وکیلانو د کاناډا هېواد د پارلمان د غړو ملاتړ ستايي او له هغه هېواد غواړي، چې د افغان ښځو د ژغورنې له‌پاره خپلې هلې ځلې چټکې کړي.


نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "دا چې د کاناډا پارلمان احساس د مسولیت کړی او د انساني همدردۍ له‌مخې یې د افغانستان د وکیلانو ملاتړ کړی دی، مننه کوم. د کاناډا حکومت باید ژر تر ژره اقدام وکړي، ځکه مرسل په ډېر وحشتناک ډول ووژل شوه او زما هیله دا ده چې له نورو وکیلانو سره دې د مرسل نبي‌زاده کورنۍ هم له افغانستان څخه وباسي."




د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې پخوانۍ غړې چې په افغانستان کې دننه پاتې دي وايي، د امنیتي ستونزو له امله خبرې نه‌شي کولای.


خو له دوی یوه، چې نه‌غواړي نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته په یو پیغام کې ادعا کړې، چې د دې په کور هم څو ځله چاپې اچول شوې دي.




ياده پخوانۍ وکيله وايي: "له هغې ورځې څخه چې جمهوریت سقوط کړی، ټولو ښځو په تېره بیا سیاسیونو او پخوانیو ښځینه وکیلانو ته ستونزې پیدا شوي، شخصاً زما پر کور ۱۲ ځله چاپې واچول شوې، مرسل نبي‌زاده زما نږدې ملګرې وه، زه خپل د اوسېدلو ځای ته وخت په وخت تغیر ورکوم، مرسل ته مې وویل چې خوش باوري مه کوه، خو هغې ونه منله، ویل یې چې همدا مې وطن دی او غواړم همدلته کار وکړم. بالاخره په‌دې وطن کې یې د کار انجام مرګ شو."


د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې دا پخوانۍ وکیله هم د کاناډا له حکومت غوښتنه کوي، چې د مرسل نبي‌زاده کورنۍ او پاتې وکیلانې ژر تر ژره له افغانستان وباسي.


له طالب ویاندویانو ذبیح‌الله مجاهد او بلال کریمي مو د دغو ادعاو او په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي شورا د غړو د خوندیتوب په اړه وپوښتل، خو د راپور تر خپرېدو پورې مو ځواب تر لاسه نه‌کړ.




د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران په خپل ټوېټر پاڼه د مرسل نبي‌زاده د وژل کېدو په تړاو لیکلي، چې د پېښې په اړه تر اوسه څوک نه‌دي نیول شوي خو څېړنې روانې دي.


د یادونې ده، چې کاناډا د تېر جمهور نظام د ملي شورا ډېری غړو ته پناه ورکړې، چې دقیق شمېر یې نه‌دی معلوم.


د کاناډا هېواد د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي او د کډوالو وزیر شان فریزر د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، چې موږ د افغانستان د پارلمان د پخوانۍ غړې مرسل نبي‌زاده وژنه غندو او د دوی په ټکو، هغې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره په زړورتیا سره مبارزه کوله.


په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې، د کاناډا حکومت ژمن دی چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه په کاناډا کې ۴۰ زره افغان کډوال مېشت کړي، چې په‌کې ښځینه قاضیانې، د بشري حقونو مدافعانې، مدني فعالانې، خبریالانې او د پارلمان ښځینه غړې هم شاملې دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net