Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2023

پر ټولنيزو شبکو د فوتي اعلانونو ډېرېدل؛ د راډيوګانو مسؤلين: اوس راته دا ډول اعلانونه کم راځي

0
په ټولنیزو شبکو کې په دې ورستیو کې د نورو ګڼو موضوعاتو تر څنګ فوتي اعلانونه هم ډېر تر سترګو کېږي.


دا اعلانونه لومړی د ملي راډيو له څپو خپرېدل او ورپسې چې سیمه‌يیزې راډيوګانې جوړې شوې، دوی یې هم د پیسو په بدل کې خپرول پیل کړل خو اوس د یو شمېر سیمه‌يیزو راډيوګانو څښتنان وايي، د پخوا په پرتله دا ډول کم اعلانونه ترلاسه کوي.


په لوګر کې د یوې سیمه‌يیزې راډيو مسوول خان ولي احمدزي ازادي راډیو ته وویل، چې خلک اوس د اقتصادي ستونزو له امله فوتي اعلانونه د راډیو ګانو له لارې نه بلکې د خپلو ټولنیزو پاڼو له لارې خپروي.


نوموړي وويل: "پخوا مو د جنازو او فاتحو ډېر اعلانونه درلودل، چې اوس ۸۰ سلنه دا اعلانونه کم شوي دي، مخکې به مو په اوونۍ کې ۱۰ یا ۱۵ د جنازو اعلانونه درلودل، خو اوس دومره نه‌شته."




د کابل اوسېدونکې وږمه وايي، اقتصادي ستونزې به یو لامل وي، چې له امله یې خلک اوس د راډیو ګانو پر ځای پر خپلو ټولنیزو پاڼو کې دا ډول اعلانونه خپروي.


د نوموړې په خبره بل لامل یې دا دی، چې له ډېرو خلکو سره یې دوستان په ټولنیزو شبکو کې ملګري دي او له دې لارې یې دوی په اسانه خبرولای شي.


اغلې وږمه وايي: "خلک ځکه په ټولنیزو شبکو کې اعلانونه خپروي چې هلته ورسره خپلوان او ملګري اډ وي او اوس ټولنیزې رسنۍ هم ډېرې کارول کېږي، چې له دې لارې په اسانه خبرېدلای او د دوی په مراسمو کې ګډون کولای شي."




خو د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارونکي بیا د دې اعلانونو په بڼه انتقاد لري او وايي، ډېر کله د جنازو او فاتحو له داسې اوږدو اعلانونو سره مخ کېږي چې د یوې مقالې د لوستلو وخت نیسي.


لیکوال نقیب احمد عزیزي وايي، دا اعلانونه ځکه دومره اوږده وي، چې د مړي د کورنۍ ځینې خپلوان خفه کېږي چې ولې یې، د جنازې او فاتحې په اعلان کې نوم نه‌شته.


نوموړی وايي: "کله ناکله حتا په دې لېست کې ځینې کسان د نوم په نه راتګ د مړي له کورنۍ خفه وي چې زه خو یې هم خپل یم، ولې زما نوم په اعلان کې نه‌شته؟ په داسې حساسو مسایلو کې د شهرت رقابت باید و نه‌شي. اعلان دومره اوږد وي چې اعلان نه وي او د نومونو یو لېست ترې جوړ شي او ځینې خلک خو یې د پای له‌خوا لولي چې اصلي کیسه پیدا کړي، یعنې په دومره وخت کې ممکن یو کس یوه مقاله ولیکي یا یې ولولي."




لیکوال صدیق دقیق هم د جنازې او فاتحو اوسني اعلانونه اوږده، ګونګ او له ژبنیو ستونزو سره مل بولي.


نوموړی یې د ښه کېدو لپاره وړانديزونه لري او وايي: "یوازې چې د مړي نوم واخیستل شي او د جنازې او فاتحې د ځای او وخت یادونه وشي، کافي ده. که خپله ډېر مشهور نه وي او په نږدې خپلوانو کې یې څوک مشهور وي، د هغو نومونه دې واخیستل شي. بل دا چې د مړي نوم چې په پای کې لیکل کېږي او خلګ سرګردانوي، که دا مخکې راوړل شي چې پلانی د پلاني زوی وفات شوی، دلته یې جنازه یا فاتحه ده او ورته راشئ، دا به ښه وي."




افغانان چې ټولنیز ژوند او د خپلوۍ پالل د ژوند مهم اړخ ګڼي، د خوشالۍ او خفګان په مراسمو کې یې هم ډېر خلک راټوليږي، ځکه خو هم ډېر کله هڅه کېږي چې د اعلانونو او کارتونو لېږلو له لارې ټول هغه خلک خبر شي چې له یوه کس سره د غم یا خوښیو په مراسم کې ګډون کوي.


په ډېرو کلیوالو سیمو کې اوس هم خلک د کاغذي رقعو او یا د کلیو په جوماتونو کې د اعلانونو له لارې د جنازې او فاتحې له مراسمو خبرېږي، خو په ښارونو کې د رسنیو ترڅنګ پر ټولنیزو شبکو کې هم نن سبا دا اعلانونه ډېر خپرېږي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net