Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2023

ځینې فعالانې: د افغان ښځو په ننګه اعتراضونه د نړیوالو پام ډېروي

0
د ښځو د حقونو او یو شمېر مدني فعالانو د سې شنبې په ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو په ننګه اعتراضونه وکړل.


په افغانستان کې د ښځو پر په زده کړو او کار د لګېدلو بندیزونو په تړاو پرون د شنبې په ورځ امریکا، اسټرالیا، کاناډا، جرمني، فرانسې او یو شمېر نور اروپایي هېوادونو کې د ښځو او نارینه وو له خوا اعتراضونه وشول.




دا اعتراضونه په افغانستان کې د ښځو د حقونو دفاع په نوم او افغان نجونو زده کړو ته پرېږدئ هشټګ په خپرولو سره وشول.


د جرمني په نورن برګ ښار کې یوه اعتراض کوونکې مېرمنو سمیرا زماني وايي، طالبان حق نه لري چې افغان مېرمنې او نجونې په کور کې بندي کړي.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "باید نجونې، ښځې او ځوانان ازاد پرېږدي، د کار او زده کړو لپاره اخر افغانستان څومره بدبختیانې، بېوزلۍ او ستونزې ګالي، ټول هېوادونه ازادي لري، خوښي لري، کار او د زده کړو زمینه ورته مساعده ده، افغانستان هېڅ نه ښه کېږي، په ځانګړي ډول د طالبانو تر راتګ وروسته، ولې طالبان ښځې په کورونو کې بندیانې کوي."


د جرمنې اعتراض کوونکې له طالبانو غواړي چې پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي او د افغانستان له خلکو او په ځانګړې ډول له ښځو سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي.


د یادونې وړ دی چې نارینه وو هم دې اعتراضونو کې پراخه ونډه درلودله.


د افغانانو د يوالي اوکلتوري ټولنې مشر شاه رسول اورياخېل د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې د شنبې د ورځې له اعتراض کوونکو څخه و، نوموړي له طالبانو وغوښتل چې د افغانو شرعي حقونه له دوی څخه وانه خلي.


هغه وویل: "موږ نن په پاریس کې د افغانو نجونو د ملاتړ په خاطر را وتلي یو، هغه چې له زده کړو څخه محروم شوې دي، موږ په کابل کې د طالبانو په ادارې غږ کوو چې د افغانو شرعي حق دوی ته ورکړي او دوی له شرعي حقونو مه محروموئ."


د پاریس اعتراض کوونکو وویل، که طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې لګېدلې بندیزونه لېرې نه کړي نو د دوی اعتراضونه به دوام لري.




په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالانې ښځې د دغو پراخو اعتراضونو هرکلی کوي وايي، دا شان نړیوالې راټولېدنې نړیوالو ته د افغانستان ښځو د وضعیت ښې وړاندې کوونکې دي.


په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعاله او د یوې کورنۍ ښوونځي مسووله ازیتا نژند وايي، د طالبانو د چلند پر وړاندې باید چوپ پاتې نه شي او دا نړۍ ته د ښځو د غږ رسولو یوه اغېزناک لاره ده.


هغه زیاتوي: ؛یوازېنۍ د حل لاره چې موږ د اسلامي امارت لید لوري پرې بدلولای شو همدا ده، موږ باید چوپ پاتې نه شو، غږ اوچت کړو. یوازې دې ته په تمه ونه اوسو چې دوی محدودیتونه پر افغان ښځو زیات کړي. مونږ باید د دې شاهدان ونه اوسو چې هېڅ ښځه بهر کار ونه کړي. تر ټولو غوره لار همدا اعتراضونه دي چې کېدای شي ‌ډېر ګټور او اغېزناک تمام شي."


په ورته وت کې سروش مولايي چې د جرمني په نورمبرګ ښار کې د بېلابېلو اعتراضونو تنظیموونکی دی وایي، دا لومړني سرتاسري اعتراضونه دي چې د نړۍ ٥٩ ښارونو کې جوړ شوي دي.


مولايي وویل: "موږ وتوانېدلو د ۲۴ هېوادونو په ۵۹ ښارونه کې اعتراضونه وکړو او خوشاله په دې یو چې نن خلک ټول سره یو ځای شوي او د هغو ښځو غږ پورته کوي چې په افغانستان کې غږونه غلي کړل شوی، مونږ غواړو د هغوی په ننګه غږ پورته کړو."


د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې د افغانانو د دغو نړیوالو اعتراضونو او د دوی د غوښتنو په اړه د طالب چارواکو نظر هم واخلي، خو ویندویانو یې ځواب ورنه کړ.


دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې شیرین عبادي په ګډون څه باندې ۹۰۰ نړیوالو شخصیتونو په یوه لیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له ډیپلوماټیکو لارو پر طالب مشرانو فشار راوړي، چې افغان نجونې زده کړې او کار وکړي.




په هغه لیک کې چې د ۹۱۰ کسانو له خوا لاسلیک شوی وه، پوښتل شوي چې 'آیا په افغانستان کې نجلیتوب جرم دی؟'


د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې دا اعتراضونه په داسې حال کې دي چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو ورسته ډېر محدودیتونه لګولي دي.


له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو، په ډېری دولتي ادارو کې د ښځو په کار، له محرم پرته په لرې واټڼ سفر، پارکونو، ورزشي کلبونو او ښاري حمامونو ته د دوی په تګ بندیزونه په دې محدودیتونو کې شامل دي.


تازه طالبانو همدا تېره ډسمبر میاشت کې د ښځو پر مخ پوهنتونونه هم وتړل او په نادولتي موسسو کې یې د دوی په کار هم بندیز ولګاوه.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net