ناټو خپلې يو شمېر الوتکې رومانيا ته لېږدوي
ناټو خپلې یو شمېر اکتشافي الوتکې چې اوس په جرمني کې دي، رومانیا ته چې له اوکراین سره ګډه پوله لري، لېږدوي.
ټاکل شوې ده چې دا الوتکې د سېشنبې په ورځ د رومانیا پلازمېنې بخارست ته ورسیږي او د څو اونیو په مخه به هلته دېره وي.
ناټو نن په یوه بیان کې وویل چې دا الوتکې به په سیمه کې د روسیې پوځي فعالیتونه څاري.