Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2023

کابل کې په پروني خونړي بريد کې د بهرنيو چارو وزارت څومره کارکوونکي وژل شوي؟

0
کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مخته د تېرې ورځې د شوې انتحاري حملې د تلفاتو د شمېر په اړه لا هم ضد او نقیض راپورونه خپریږي.


د پېښې له سیمې په بېلابېلو عکسونو کې لږ تر لږه د نهه کسانو جسدونه ښکاري چې په ځمکه پراته دي.


رویټرز خبري اژانس د ځینو طالب سرچینو له قوله په دې پېښه کې د شلو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی، خو په رسمي ډول د طالبانو امنیتي چارواکو په دې پېښه کې د پنځه کسانو وژل کېدل او یو شمېر نورو ټپي کېدل تاييد کړي دي.


په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت یوې ډیپلوماټیکې سرچیني چې نه‌غواړي په دې راپور کې يې نوم واخیستل شي ازادي راډيو سره د یاد وزارت د ۱۶ ډیپلوماټانو او کارکونکو لېست شریک کړی، چې د ده په خبره په پرونۍ انتحارې حمله کې وژل شوي دي.


د دغه لېست پر بنسټ په پېښه کې د دې وزارت د بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د تشریفاتو، مالي او اداري، قونسلي برخې، معلوماتي ټکنالوجۍ، فرهنګي اړیکو او ارشیف برخې کارکونکي او یو موټر چلونکی وژل شوي دي، خو په رسمي ډول د بهرنیو چارو وزارت د تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.


دغه سرچینه وايي په وژل شویو کې هغه افغان ډیپلوماټان هم شامل دي چې په وروستیو څو ورځو کې یې، په سعودي عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې ماموریتونه پای ته رسېدلي وو او تازه افغانستان ته ستانه شوي وو.




د سرچیني په خبره په دې پېښه کې يې زیات شمېر همکاران ټپیان شوي هم دي چې دقیق شمېر يې نه‌دی معلوم، خو تېره شپه ناوخته په کابل کې د ایمرجنسي روغتون په یوه اعلامیه کې وویل، چې له دې پېښې یوازې دوی ته څلوېښت ټپیان وروړل شوي دي.


په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ایمرجنسي روغتون د مشر سټیفانو له قوله دا په ۲۰۲۳ میلادي کال کې تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوې ده.


د داعش ډلې خراسان څانګې د دې حملې مسولیت منلی او په دې وسله‌والې ډلې پورې اړوند اعماق خبري اژانس پر ټلګرام په يوه بیان کې ادعا کړې چې په حمله کې يې لسګونه طالبان او د بهرنیو چار وزارت کارکونکي وژلي دي.




دا انتحاري حمله په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې ده او ګڼو هېوادونو په پېښه کې د وژل شویو سره خواخوږي ښودلې ده.


د اسلامي همکارۍ سازمان او ای سي دا حمله غندلې او پر خپله ټوېټر پاڼه يې لیکلي، دغه سازمان پر دې باور دی چې: "په افغانستان کې د سیاسي ثبات بیا ترلاسه کولو او په ټول هېواد کې د اړین امنیت راوستلو لپاره له هرې هغې ډلې یا افرادو سره باید په کلکه مبارزه وشي چې تاوتریخوالی کوي او وینه بهوي."


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ پر خپل ټویټر دا بې هدفه تاوتریخوالی بللی دی.




د افغانستان لپاره د امریکا شارزدافیرې کرن ډیکر بیا لیکلي دي باید پوه شو چې دا برید ولې او څنګه وشو.


کرن ډیکر لیکلي افغانان او بهرني مېلمانه اړتیا لري چې پر اغېزمن امنیت حساب وکړای شي.


په کابل کې د روسيې سفارت د روسیې د بهرنیو چارو وزارت درسمي استازې ماریا زاخاروفه له قوله دا ترهګریز برید بللی او د وژل شویو کسانو له کورنیو سره يې خواخوږي ښودلې ده.


د افغانستان لپاره د برېتانیا شارزدافیر هوګو شارټر په خپل ټویټر لیکلي دي چې، بریتانیا دا ډول بې مانا تاوتریخوالی ردوي.




د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یو اعلامیه کې د حملې د پېښې د غندلو تر څنګ، د قطر پر هغه غوڅ دريځ ټينګار کوي چې پرته له کومې انګېزې او توجیه تاوتریخوالی او ترهګري ردوي.


پاکستان او ایران هم پر دغه حمله خواشینې ښکاره کړې او زیانمنو کورنیو سره يې خواخوږي ښودلې ده.


د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک په خپل ټویټر لیکلي دي: "دا د نا امنیو یو بل مثال دی چې زموږ د لویې اندېښنې لامل دی. ښکاره ده چې د دا ډول خشونت او نا امنۍ په دوام سره افغانستان ته د سولې د راتګ لاره نه‌شته."




د اروپايي ټولنې د مشر استازي جوسیپ پر خپل ټویټر دا حمله په کلکو ټکو غندلې او لیکلي دي چې دا ډول تاوتریخوالی د افغانانو هغه سخت کړاوونه لا پسې ډېروي چې دوی یې هره ورځ ګالي.


دغه شان دافغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ "یوناما" ویلي د نا امنۍ زیاتوالی د اندېښنې وړ دی او تاتریخوالی د حل لار نه‌ده.


په کور دننه د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د نظام دښمنان په دې ډول کړنو نه‌شي کولای خپلو موخو ته ورسیږي.


د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه پېښه ترورستي، بشر ضد او د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.




د دې ترڅنګ د تېر جمهوري نظام د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله دا پېښه انساني جنایت بللی او ویلي دي چې، دا د هر ډول انساني او دیني معیارونو او اصولو خلاف عمل دی چې هیڅ ډول توجیه نه‌لري.


پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته دا په یو دولتي ادارې تر ټولو خونړی برید بلل شوی چې لسګونه کسانو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې ده.


له دې وړاندې هم د پلازمېنې په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې بمي چاودنې او انتحاري حملې شوي، چې د طالبانو په ګډون په کې ګڼو ملکي وګړو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې او مسولیت يې داعش وسله‌والې ډلې منلی دی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net