Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2023

آی سي آر سي: په کابل کې د ماشومانو د دماغي فلج پېښې ۵۰ سلنه زیاتې شوي

0
د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې په کابل کې د ماشومانو د دماغي فلج یا ګوزڼ پېښې ۵۰ سلنه زیاتې شوي دي.


شکيلا درې ماشومان لري چې ټول یې په ګوزڼ اخته دي.


نوموړې چې د هرات ولايت اوسېدونکې ده وايي چې د نورو خلکو کورونو کې کار کوي او کومې پیسې چې لاس ته راوړي لږې دي او په سختۍ پرې ژوند مخته وړي.


د شکيلا په وينا، درې ماشومان یې چې دوه هلکان او يوه نجلۍ ده، ١٨ کلن، ٩ کلن او ۶ کلن دي.


شکيلا وايي چې د ګوزڼ ناروغۍ له امله یې ماشومانله مرستې پرته هېڅ هم نه شي کولای.


د دوی خوراک، څښاک ځان ساتل، ټول ورترغاړه دی.


هغې زیاته کړه: "سره صلیب دوی ته داسې وسیلې ورکړې چې زه وشم کولای دوی سره مرسته وکړم چې دوی وشي ګرځېدای. د مثال په ډول زما لور ته یې بوټونه ورکړل او زما زوی ته یې واکر یا د ګرځېدو لپاره مرستندویه وسیله چې وشي کولای ودرېږي. زه دوی سره سل سلنه خواري کوم خو لا په ګرځېدو نه دي راغلي."


شکيلا دا هم وويل چې خاوند يې مړ شوى او دا او ماشومان یې بېوزلۍ ډېر ځپلي دي.


د کابل ولایت اوسېدونکې انیسه بیا وايي، وروسته له هغه چې شیدې یې کمې شوې، ماشوم یې په خوارځواکۍ او بیا دماغي فلج اخته شو.


نوموړې وايي چې يو کال او اوه مياشتې وړاندې يې مېړه مړ شو او د بېوزلۍ له امله یې خپل ماشوم ته سمه خواړه نه شول ورکولای.


انیسه زیاتوي: "ماشوم مې یو کلن و چې پلار یې مړ شو او وروسته له هغې مې شیدې وچې شوې. هغه اشتها نه درلوده ډاکتر ته مې هم یو نه وړ، وس او توان مې نه درلود. بیا ماشوم مې ورځ په ورځ خوارځواکۍ شو. ډاکټران وایي چې د ضعیفي له امله خوارځواکۍ شوی. کله چې د تبې حمله پرې راشي بېهوشه کېږي او وضعیت یې خرابېږي."




دا په داسې حال کې ده چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې یا آی سي آر سي راپور ورکړی چې په کابل کې د ماشومانو د دماغي فلج کچه ۵۰ سلنه لوړه شوې ده.


د دغې کمېټې په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۲ کال په ۱۱ میاشتو کې په کابل کې د ماشومانو د دماغي فلج ۱۶۷۳ پېښې ثبت شوې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱ کال کې ١١٢٥ پيښې ثبت شوي وې.



د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، په افغانستان کې د خوراکي توکو نشتوالی شل ميليونه وګړي اغېزمن کړي دي.


د سره صلیب نړیوالې کمېټې د ماشومانو د فزیکي بیارغونې څانګې د مشر مرید احمد راسخ په حواله د آی سي آر سي په راپور کې راغلي: "د عضلاتو کمزورتیا، د تعادل له لاسه ورکول، په اوریدلو، خبرو کولو، ناستې او تګ کې ستونزې، لید، وینا او فکري اختلالات، د دې ناروغۍ له نښو څخه دی چې حتی د ژوند تر پایه پورې پاتې کېدای شي."


په کابل کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې د بيارغونې عمومي رييس جم الدين هلال وايي، د شمېرو د ډېرېدو لامل دا دی چې اوسمهال له دغې کمېټې پرته د ماشومانو د دماغي فلج یا ګوزڼ د درملنې او خدمتونو د وړاندې کولو کومه بله څانګه نه شته.


نوموړي ازادي راډیو ته وويل: "تر څو چې دوی ژوندي دي، له همدې ستونزو سره مخ دي، یوازینۍ مرسته چې دوی سره کېدای شي، دا ده چې د دوی حالت نور هم خراب نه شي او کله ناکله ډېر یا لږ، که دا خورا شدید وي، د پښو ځینې جراحي ترسره کېدای شي. خو تر ډېره بریده باید د دوی مور او پلار ته ټرېنېنګ ورکړو او داسې وسیلې جوړې کړو ترڅو د دوی وضعیت نور هم خراب نه شي."


د سره صليب نړيوالې کمېټې په راپور کې د ماشومانو د دماغي فلج په ناروغۍ د اخته کېدو لاملونه بېوزلي، د روغتيايي پوهاوي نشتوالى، له امېدوارۍ مخکې او د امېدوارۍ پر مهال د ميندو د منظمې معاينې نشتوالى ياد شوى دى.


دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته نړیوالو سازمانونو په ځانګړې توګه د بشري حقونو سازمانونه په پرله پسې ډول په افغانستان کې د اقتصادي ناورین او د بېوزلۍ او بېکارۍ د زیاتوالي په اړه اندېښمن شوي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net