Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2023

یان ایګلنډ: په موسسو کې د افغان ښځو د کار مخنیوی به ناوړه پایلې ولري

0
افغانستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ خبرداری وکړى، چې په نادولتي ادارو کې د ښځو د کار مخنیوی به د افغانستان لپاره ناوړه پایلې ولري.


د پلازمېنې اوسېدونکی انعام الحق چې په ښار کې يې په لاسي کراچۍ خواري مزدوري کوله وايي، له تېرو دوه ورځو راهیسې چې په کابل کې واورې او بارانونه پیل شوي، له سهاره تر ماښامه ګرځي خو مزدوري يې نه کېږي.


دی وايي، مخکې ښه و نادولتي موسسو به مرستې کولې، خو اوس دا مرستې هم بندي شوي او ورسره د بې وزله خلکو د ژوند سختې ورځې هم پیل شوې دي.


هغه وویل: "کاروبارونه په ټپه ولاړ دي. د سون توکي قیمته شوي دي، واوره شروع ده او په دې حالاتو کې نړیوالې مرستې هم بندې دي. همدا اوس په هر کور کې ماشومان ناروغان دي، خو د علاج لپاره يې کورنیو سره پیسې نه شته. موږ غوښتنه کوو چې موږ سره مرستې وشي."


نوموړى له طالبانو غواړي، چې په نادولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو په کار د بندیز پرېکړه بېرته واخلي ځکه د په خبره يې د میلیونونو انسانانو ژوند اوسمهال په افغانستان کې له بشري مرستو سره تړلی دی.


په افغانستان کې د طالبانو له لوري په نادولتي موسسو کې د ښځو په کار له بندیز وروسته له افغانانو سره بشري مرستې بندې شوي دي.


تازه د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ، چې دا مهال د افغانستان په سفر دی، وايي په دې هېواد کې په نادولتي موسسو کې په ښځو د کار د بندیز له امله ۶ میلیونه کسان له لوږې سره مخ شي، دغه شان به شپږ لکه ماشومان له زده کړو او ۱۳ عشاریه ۵ میلیونه افغانان به پاکو اوبو ته له لاس رسي بې برخې شي.


نوموړي په خپل ټویټر لیکلي دي، چې د دې ترڅنګ به ۱۴ عشاریه یو میلیون نور افغانان د سر پناه په ګډون له بېلابېلو خدمتونو بې برخې شي.


ایګلنډ خبرداری وکړي، چې په نادولتي ادارو کې د ښځو د کار مخنیوی به د افغانستان لپاره ناوړه پایلې ولري.


د ناروې د کډوالو شورا مشر يان ایګلنډ د تېرې یکشنبې په ورځ کابل ته تللی او تر دې دمه يې له څو بېلابېلو طالب چارواکو سره کتلي دي.


هغه په خپل ټویټر لیکلي چې د طالبانو د اقتصاد له وزیر سره په لیدنه کې يې طالب مشرانو ته دا پیغام ورکړی چې له افغانانو سره به بشري مرستې هغه مهال پیلېږي چې طالبان په نادولتي موسسو کې په ښځو د کار د بندیز پرېکړه بېرته واخلي.


نوموړى وايي، په تېرو دوو لسیزو کې دوى د افغانستان په بېلابېلو هغه سیمو کې چې ان د طالبانو تر ولکې لاندې وې میلیونونه کسانو ته مرستې رسولي دي.


د ناروې د کډوالو شورا مشر لیکلي چې د ۲۰۲۳ کال لپاره يې د ۷ لکه افغانانو ته د مرستو د رسولو هوډ کړی و، خو د طالبانو د وروستۍ پرېکړې له امله دا مرستې وځنډول شوې.


ټاکل شوې چې نوموړی افغانستان ته د دې سفر په ترڅ کې کندهار ته هم ولاړ شي.




که څه هم ایګلنډ تېره ورځ له اسوشیتیتدپرس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، پوهېږي چې د طالبانو مشر به ورسره ونه ګوري، خو په خبره يې هیله لري چې سفر به یې ملاهبت‌الله اخندزاده ته په نږدې کسانو اغېز ولري.


طالبانو د تېر میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې په ټولو نادولتي کورنيو او بهرنيو موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه.


که څه هم د طالبانو د دغه پرېکړه په نړیواله کچه له پراخو عکس العملونو سره مل ده او لږ ترلږه څلورو نادولتي ادارو يې په غبرګون په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول، خو د طالبانو په خپله دې پرېکړه کې کوم بدلون رانه وست.


د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ داسې مهال کابل ته سفر کوي چې ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مشر مارتين ګریفیټس هم کابل ته سفر وکړي.


د نوموړي د سفر موخه هم په نادولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار د بندیز پرېکړې ته د یوې حل لارې پيدا کول ښودل شوي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net