Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2023

ځينې ښځينه محصلانې: له زده‌کړو بې برخې کېدو سره مو رواني حالت خراب شوی

0
يو شمېر ښځينه محصلانې وايي، له زده‌کړو په بې برخې کېدو سره يې روحي او رواني حالت خراب شوی دی او فکري تمرکز يې له لاسه ورکړی دی.


د بدخشان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصله تمنا له زده کړو د بې برخې کېدو وروسته د هغو ستونزو په اړه چې ورسره مخ شوې ده وايي، له تېرو شلو ورځو راهیسې چې له زده‌کړو څخه منع شوې ده خپل راتلونکي ته اندېښمنه ده او فکر کوي چې روحي او رواني ستونزه ورته پیدا شوې ده.


تمنا په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "زما د ذهني او رواني ستونزو نښې دا دي چې هر څه مې ډېر ژر هیریږي، ژر په غوسه کېږم او د چا خبرې نه‌شم زغملی، د شپې له ویده کېدو مخکې به مې کتاب لوسته، خو اوس یې نه‌شم لوستلی، ما خپله انګېزه په بشپړه توګه له لاسه ورکړه."




دا وايي، د خپل راتلونکي اندېښنې اخيستې او شپې شپې په وېښه تېروي.


نظیفه یوه بله محصله ده، چې د کانکور په ازموینه کې یې کډون کړی و او په کابل پوهنتون کې یې د زده‌کړو هیله درلودله هم ورته خبرې کوي.


نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "ما تازه کابل پوهنتون ته د کانکور د ازموینې له طریقه لاره پیدا کړې وه، خوښه وم چې لوړې زده‌کړې به کوم، خو له هغه وخته چې نجونې پوهنتون ته له تلو منع شوي، زه ښه نه یم، هره شېبه فکر کوم چې برباد شوې یم، افسوس د هغو ټولو هڅو چې ما کړې دي."




د نظيفې او تمنا په څېر په زرګونه نورې محصلانې هم د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي او د طالبانو له حکومت غواړي چې بېرته دوى ته پوهنتون ته د تګ اجازه ورکړي.


په ورته وخت کې د افغانستان د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولین وايي، چې له زده‌کړو د نجونو بې برخې کېدلو دوی ته هم لوی مالي زیان اړولی او اندېښمن کړي يې دي.




د مورا تعليمي او تحصيلي مرکز مشر پوهنمل ډاکتر عزيزالله امير، چې د مرکز زده‌کوونکې او محصلانې يې ټولې ښځې او نجونې وې، په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "د وروستي فرمان په صادرېدو او د ښځينه زده کړو په بندېدو سره، مورا اوس په بشپړه توګه فلج شوې ده، په دې پوهنتون کې شاوخوا ١١٠٠ ښځينه محصلانې وې، چې ټول خدماتونه هم ورته د ښځو له‌خوا وړاندې کېدل، که دا پرېکړه دوام وکړي، موږ به له ستر اقتصادي بحران سره مخ شو."


د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو د وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي زموږ دې پوښتنې ته، چې ولې ښځینه محصلانې له زده کړو منع شوې؟ او کله به دوى ته بېرته پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړل شي، ځواب ونه وايه.




تر دې مخکې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې مسوولینو ازادي راډيو ته ویلي وو، چې د خصوصي پوهنتونونو د شاوخوا دوه لکه محصلانو له ډلې ۷۰ زره یې نجونې دي.


د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۰مه دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته یو مکتوب واستاوه او تر بل امر پورې يې پوهنتونونو ته د نجونو تګ منع کړ.


د طالبانو د حکومت دغه پرېکړه په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو او اعتراضونو سره مخ شوه.


د دې پرېکړې په اعتراض کې د پوهنتون لسګونه استادانو له خپلو دندو استعفاوې وکړې او یو شمېر محصلانو په کلنيو ازموینو کې له ګډون څخه ډډه وکړه.


له دغو غبرګونونو او اعتراضونو سره سره د طالبانو حکومت په دې اړه خپله پرېکړه نه‌ده بدله کړې.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net