امريکا او جرمني اوکراين ته زغرهوال ګاډي استوي
دواړو هېوادونو په یوه ګډ بیان کې ویلي دي چې، امریکا غواړي د پلیو ځواکونو ځانګړي براډلي ډوله او جرمني د مارډر په نوم زغرګاډي اوکراین ته واستوي.
په بیان کې دا یادونه هم شوې چې جرمني به اوکراین ته د هوايي مدافعې د پاتریوت توغندیو په سپارلو کې له امریکا سره ملګرتیا وکړي.
بایډن او شولڅ د اوکراین پر عامه تاسیساتو د روسیې هوايي بریدونو ته په پام سره، د اوکراین د هوايي ځواک د وړتیاوو د لوړولو د ملاتړ پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
