Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2023

منزه کاکړ: راتلونکو دوه ورځو کې د کراچۍ له زندان سلګونه افغان بنديان خوشې کېږي

0
د پاکستان د پولیسو له‌خوا په ډېر شمېر سره د افغانانو د نیونې، زنداني کولو او دوی سره د ناسم چلند په اړه د اندېښنو له زیاتېدو ورسته، د پاکستان د کراچۍ په زندان کې د افغان بندیانو مدافعې وکیله منزه کاکړ وايي، ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې په سلګونو تنه دغه بندیان خوشې شي.



نوموړې د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د هغو بندیانو شمېر چې دا مهال د کراچۍ په زندان کې دي، ۱۴۰۰ تنه ته رسېږي، په دغو کسانو کې چې ماشومان هم شامل دي د ۶۰۰ د ديپورت دستور ورکړل شوی دی او ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوه ورځو پورې افغانستان ته ولېږل شي."


نوموړې وویل، چې دعبدالخلیل په نوم د یو افغان جسد به هم د هغه د اسنادو تر بشپړېدو ورسته افغانستان ته انتقال شي.


ازادي راډیو څو ورځې مخکې د عبدالخیل له زوی سره خبرې کړې وې، چې په خبره یې پلار یې د کراچۍ په زندان کې مړ شوی دی.


په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، ټاکل شوې چې د دوی د خوشې کولو بهیر د جمعې له ورځې پیل شي.


نوموړی وايي: "ممکنه ده، چې سبا او بله ورځ له ۴۰۰ تر ۵۰۰ زندانیان خوشې شي او زه په ډېر ډاډ سره وایم، چې په نږدې راتلونکي کې به ټول هغه افغانان چې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د کراچۍ په زندان کې بندیان دي، خوشې شي."




ښاغلي تکل وویل، دا پرېکړه په پاکستان کې د طالبانو حکومت د سفارت د مسوولينو او د دوی د جنرال کونسل له‌خوا، پاکستاني چارواکو سره تر بحثونو وروسته شوې ده.


نوموړي زیاته کړه، هغه افغانان چې د کراچۍ له زندانه خوشې کېږي، بېرته به افغانستان ته راستانه شي او سفر اسانتیاوې یې هم د طالبانو د حکومت له‌خوا برابريږي.


په ورته وخت کې په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت قونسلګرۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړې، چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې یوې محکمې د ۴۰۵ افغان اتباعو د خوشې کولو پرېکړه صادر کړې، د دوی اسناد تر څېړنې لاندې دي او دوی به بېرته افغانستان ته ستانه شي.


په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې مخکې تر دې هم ۴۲۸ افغان زندانیان چې ښځې ماشومانو او نارینه هم په‌کې وو، د پاکستان له زندانونو خوشې او افغانستان ته ستانه شوي دي.




معصوم چې د تره زوی یې د کراچۍ په زندان کې دې، د بندیانو د خوشې کېدو خبر خوشحاله کړی دی.


نوموړی وايي: "زما د تره زوی پولیسو ونیو، څه موده کېږي د کراچۍ په زندان کې دی موږ ډېر اندېښمن یو، خو اوس که دا زندانیان خوشې شي نو دا موږ ته ډېر د خوښۍ خبر دی."


دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې، پاکستاني پولیسو هم تایید کړې وه، چې د محکمې د حکم پر بنسټ ۱۲۰۰ هغه افغانان دوی نیولي، چې په پاکستان کې یې د استوګنې لازم اسناد یې نه درلودل.




که څه هم هر کال ډېری افغانان په قانوني اسنادو او یا هم بې اسنادو د درملنې لپاره پاکستان ته سفر کوي، خو پر افغانستان د طالبانو د حکومت تر بیاځلي واکمنېدو وروسته، په زرګونه نور پاکستان یا نورو هېوادو ته د مهاجرت په موخه تللي، چې د ځینو ویزه هم ختمه شوې ده.


څه موده مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وزیر رانا ثناالله هغه کسان چې د ویزې موده یې ختمه شوې او په غیر قانوني ډول په یاد هېواد کې ژوند کوي وګواښل، چې جریمه به شي او هغوی، چې له یو کال د زیاتې مودې راهیسې په غیر قانوني ډول په پاکستان کې اوسېږي نومونه به یې تور لېست کې شامل شي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net