Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

پر قاچاقي لارو کې د افغان ځوانانو مړینه؛ افغانان ولې وطن پرېږدي؟

0
یو شمېر کورنۍ وايي، ځوانان یې اروپا ته په قاچاقي لارو کې وژل شوي او دوی یې بېرته په ډېرې سختۍ جسدونه ترلاسه کړي.


اصف خان د پکتیا ولایت اوسېدونکی و چې په وطن کې د بې کارۍ له امله اړ شو اروپا ته د تګ نیت وکړي، خو د ترکیې او یونان په ځنګلونو کې لادرکه شو.


د اصف خان د تره زوی علي احمد دروېش ازادي راډيو ته وویل، قاچاقبر هغه په ځنګل کې په دې خاطر یوازې پریښی و چې نور یې پلی مزل نه شوای کولای.


د دروېش په خبره، قاچاقبر اصف خان ته یوازې یو بوتل اوبه پرېښې وې او نور یې د خوراک لپاره هېڅ هم ورکړي نه و او له همدې یې په ځنګل کې ساه ورکړې وه.


هغه زیاته کړه: "موږ ویل چې کېداشي زنداني شوی وي، خو مور بېچاره یې ډېرې بدې ورځې کولې چې باید پیدا یې کړو. ډېر پسې وګرځېدو، قاچاقبر مو چې پيدا کړ، هغه ویل چې له دې سړي سره زموږ اړیکه نه شته، ورته ومو ویل چې دومره وخت دې ولې احوال نه راکاوه؟ ویل یې ځه انشاالله خلاص به شي، بندي به وي. دا بهانې یې جوړولې، زه فکر کوم د اروپا کوم سیستم دی چې ۷۵ ورځې د یوه مړي خپلوان او وارث یې پيدا نه شي، هغه دوی خپله خښوي. نو اکثره قاچاقبران غواړي چې دا ۷۵ ورځې تېرې شي چې جسد خښ کړي او عمري درنه ورک شي."


دروېش وايي، یو خپلوان یې چې د جرمني تابعیت لري، د تره زوی پسې یې د ترکیې او یونان سرحد ته ورغی او له څو ورځې لټون وروسته یې د هغه مړی پيدا او بیا یې په ډېرې سختۍ افغانستان ته ولېږداوه.


دروېش قاچاقبران ګرموي او وايي، که څه هم هغوی له ځوانانو ډېرې پیسې اخلي او هغوی ته قاچاقي سفر ډېر اسانه ښيي، خو په لارو کې بیا که ځوانان مري هم، دوی یې په کیسه کې نه وي او ډېر کله یې یوازې پرېږدي.


خو دا یوازې اصف خان نه دی چې د دې مرګونې لارې خوراک شو، بلکې ډېر نور افغان ځوانان هم په دې قاچاقي لارو کې له ګړنګونو لوېدلي، په اوبو کې ډوب شوي، پولیسو، غلو او قاچاقبرانو ويشتلي او یا هم د سفر سختیو په نیمه لاره کې پرېښي او هملته یې د خوړو او اوبو د نشتوالي له امله ساه ورکړې ده.




تازه په ټولنیزو شبکو د یو بل افغان ځوان د مرګ خبرونه هم خپاره شوي چې اروپا ته په قاچاقي سفر روان و، د دې ځوان د کورنۍ یوه غړي ازادي راډيو ته وویل، تر هغو یې چې جسد یې کورنۍ ته نه وي رسېدلی، نه غواړي په اړه یې خبرې وکړي، ځکه پلار او مور یې خبر نه دي او نه غواړي د جسد له رسېدو مخکې یې په کور کې د ژړا او فریاد غږونه پورته شي.


نوموړي له ازادي راډیو هم غوښتنه وکړه چې په راپور کې د یاد وژل شوي ځوان نوم وانخلي، چې د کورنۍ نور غړي یې خبر نه شي.


د افغان خیریه بنسټ مشر ډاکتر ضیاالرحمان ضیا، چې دا مهال په ترکیه کې دی، له حکومته غواړي چې ځوانانو ته په وطن کې د کار او ښه ژوند فرصتونه برابر کړي چې دوی قاچاقي سفرونو ته اړ نه شي.


نوموړی دغه شان له ځوانانو هم غواړي چې په لوی لاس دې ځان د مرګ خولې ته نه ورکوي.


هغه زیاتوي: "دا په دې نه ارزي چې یو څوک دې ځان د مرګ خولې ته ورکړي، د لوږې هدیرې هېڅ ځای جوړې شوې نه دي، ځوانان باید په ناقانونه لارو له هېواده بهر نه شي. موږ هره ورځ داسې ځوانان ګورو چې په لیدو یې سړی نه مړېږي، خو په دې لارو کې تلف کېږي."


که څه هم کره شمېرې نه شته چې څومره افغان ځوانان په قاچاقي سفرونو کې وژل شوي خو د کډوالۍ د نړیوالې ادارې د جمعې په ورځ ویلي و چې په تېرو اتو کلونو یعنې له کله چې یې د لادرکه شویو کډوالو پروګرام پیل کړی، ۵۰ زره کسان د کډوالۍ په لاره کې له ژونده بې برخې شوي دي.


د دې ادارې په وینا د دې کسانو هویت معلوم نه دی.


د لیندۍ میاشتې په ۳مه نېټه د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند پیټر کسلر هم ازادي راډیو ته ویلي و چې اوس هم زيات شمېر افغانان له خپل هېواده تښتي.


کورنۍ وايي، په افغانستان کې ناامني، بې کاري او د طالبانو محدودیتونو لامل شوي چې د دوی ځوانان قاچاقي سفرونو ته زړه ښه کړي.


خو طالب ویندویان ذبیح الله مجاهد او انعام الله سمنګاني په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.


د یادونې ده چې د کډوالو ملاتړو بنسټونو او اشخاصو تل له ځوانانو غوښتي، د داسې سفرونو له کولو، چې سل او زره خطرونه په کې دي، ډډه وکړي او پر ځای دې یې له قانوني لارو نورو هېوادونو ته سفر وکړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net