ډنډ پټان سره پر پوله تړلې لار پرانيستل شوه
د پاکستان د بشري سرچینو د پراختیا فدرالي وزیر ساجد حسین توري پرون په سیمه کې د ډیورند کرښې د دواړو خواوو د قومونو په یوه جرګه کې ګډون وکړ او په ترڅ کې یې پرېکړه وشوه چې د دوو خواو ترمنځ د تګ راتګ لاره باید فوراً خلاصه شي.
د دې لارې د بندېدو له کبله د دواړو خواوو ترمنځ سوداګري او کاروبار په ټپه درېدلی و.
د پاکستاني چارواکو او رسنیو د څرګندونو پر اساس، د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ په دې سیمه کې د نښتې په نتیجه کې لږ تر لږه یو پاکستانی پوځي ووژل شو او د ۳ ملکیانو په ګډون ۱۲ تنه ژوبل شول.
