Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

يو شمېر افغان مېرمنې: د غږ پورته کولو حق راڅخه اخيستل شوی دی

0
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې چې دا مهال په افغانستان کې دي وايي، ورځ تر بلې په کور دننه د افغان نجونو او ښځو لپاره د عدالت غوښتنې غږونه مخ په ټپېدو دي.


دوی چې واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو وروسته، څو ځل سړکونو او واټونو ته راوتي او د نجونو او ښځو لپاره یې د زده‌کړو، کار او برابرۍ لپاره غږ پورته کړ وايي، اوس تر دې کچې تر فشار لاندې دي چې له کوره د وتلو حق هم ترې اخيستل شوی.




د ښځو د حقونو یوه فعاله، چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته یې وویل: "له کله چې طالبان معترضې مېرمنې نیسي او زنداني کوي یې، نور هیڅ مېرمنې حاضرې شوې نه‌دي چې له کوره ووځي او د ښځو لپاره عدالت وغواړي. اوس یوازې په ټولنیزو رسنیو کې غږ پورته کېږي، خو نور څوک داسې جرات نه‌شي کولای چې له کوره ووځي. زموږ د ډېرو کورنۍ موږ ته اجازه نه راکوي چې له کوره ووځو او عدالت وغواړو."


د ښځو د حقونو یوه بله فعاله چې دا هم نه‌غواړي د ورته ستونزې له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي هم وايي، طالبان هغه نجونې او ښځې ځپي چې د ښځو لپاره یې حق غواړي.


نوموړې وايي: "د افغانستان شرایط داسې شوي چې موږ نه‌شو کولای په لوړ غږ خپل حق وغواړو. هر چا چې غږ پورته کړی ځپل شوي. تاسې شاهدان یاست چې د مېرمن یعقوبي او نورو ښځو په څېر چې غږ یې پورته کړ، اوسني حکومت یوړې او اوس هم ورسره زنداني دي او معلومه نه‌ده چې چېرې دي."




طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، په ځلونو هغه معترضې نجونې او ښځې نیولي چې د ښځو لپاره یې د زده‌کړو، کار او برابرۍ غوښتنه کوله.


له دوی ظریفه یعقوبي، د هغې خور او عالیه عزیزي، اوس هم د طالبانو په بند کې دي، خو د تمنا زریاب پریاني، پروانه ابراهیم‌خېل، نیلوفر یازان او نږدې ۲۰ نورې نجونې او ښځې د طالبانو له‌خوا د ضمانت په بدل کې ازادې شوې.




یادو معترضو نجونې او ښځې وايي، د دوی د اعتراض او لاریونونو یوازینۍ موخه د افغان نجونو او ښځو لپاره د دوی د بنسټیزو حقونه غوښتل دي.


خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته وویل، افغانستان کې نجونو او ښځو ته د اسلام په چوکاټ کې ټول حقونه ورکړل شوي دي.


نوموړی وايي: "ټول بشر د غرب له عینکو لیدل بې انصافي ده، اسلامي نړۍ د حقونو په اړه ځانګړی تعریف لري او بیا افغانستان چې دلته د اسلامي ارزښتونو د ساتلو لپاره لویه مبارزه شوې ده. دلته باید خلک حقوق د اسلام له زاویې مطالعه او له موږ یې غوښتنه وکړي."




ښاغلی مجاهد داسې مهال دا خبره کوي چې د ښځو زده‌کړه او کار روزګار په اسلام کې منع شوی نه‌دی، خو طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او تر خوا یې له څو محدودو دولتي ادارو پرته، نورو ټولو کې نجونې او ښځې له کاره لېرې کړي دي.


دغه شان ګڼ نور محدودیتونه یې هم پرې لګولي دي.


په افغانستان کې دننه د نجونو او ښځو لپاره د عدالت غوښتنې په اړه خاموشي داسې مهال ده چې پرون بیا په لندن او کاناډا د افغان ښځو په ملاتړ پراخ لاریونونه وشول.


په لندن کې بیا د سولې لپاره د نوبل جایزې ګټونکې ملالۍ یوسفزۍ هم یوه لاریون کې ګډون وکړ او و ویې ویل، د نړۍ مشران باید غلي پاتې نه‌ شي او د افغان نجونو او ښځو غږ واوري او ډېر څه ورته وکړي.


په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د طالبانو د حکومت له خوا لګېدلې محدودیتونه وخت په وخت د نړیوالو سازمانونو او بېلابېلو هېوادونو له چارواکو له خوا هم غندل شوي او ورته غبرګون ښودل شوی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net