Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

عزیزګل فیض: شپږ مياشتې وشوې چې زوی مې د پاکستاني پوليسو بند کې دی

0
افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د بد چلند په لړ کې د یوه افغان احمد ضیا فیض کورنۍ ادعا کوي چې نوموړی له تېرو څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې زنداني دی.


د احمد ضیا فیض مور عزیزګل فیض وايي، شپږ میاشتې کېږي چې زوی یې پاکستاني پولیسو نیولی دی.


نوموړې وايي، زوی یې څه موده د مخکینې جمهوري حکومت د کورنیو چارو وزارت سلاکار و چې د طالبانو لخوا له څو ځله ګواښل کېدو وروسته پاکستان ته لاړ.


هغې ازادي راډيو ته وویل، زوی یې له ویزې پرته پاکستان ته تللی و او هلته یې له نورو افغان کډوالو سره د خپل برخلیک معلومولو په خاطر اعتراض کړی و چې له همدې امله د پاکستاني پولیسو له لوري زنداني شو.


عزیزګل زیاته کړه: "هېڅ بې ځایه حرکت یې نه دی کړی چې خدای مه کړه په پولیسو یې برید یا هم کوم بل کار کړی وي، یوازې دا یې ویل چې ملګري ملتونه او د بشري حقونو بنسټونه دې زموږ انساني حق راکړي، موږ هم بشر یوو، موږ هم انسانان یوو، تر اوسه یې نه دی خوشې کړی، وايي ورشه ویزه راوړئ، هغه نو په دې وضعیت کې ویزه له کومه کړي؟"


احمد ضیا په خپل هغه لیک کې چې د نومبر په ۲۰مه یې خپلې کورنۍ ته لیکلی، ویلي دي چې د نه خوړلو اعتصاب به وکړي.


د احمد ضیا فیض مېرمن حنیفه فیض هم وايي، چې د ژوند ملګری یې له کوم جرم پرته د پاکستاني پولیسو لخوا زنداني شوی دی.


هغې ازادي راډيو ته وویل چې اوس په ناوړه اقتصادي شرایطو کې ژوند کوي.


نوموړې زیاتوي: "د پاکستان دولت یوازې استاد نه دی زنداني کړی، بلکې د هغه یوه ښځه او پنځه ماشومان یې هم زندان ته اچولي دي. موږ اوس په داسې یو ځای کې یو چې بهر وتلی نه شو. اولادونه مې درس نه شي ویلي او کار هم نه شي کولای، په یوه بې برخلیک او بد حالت کې ژوند کوو. هره شېبه اولادونه خپل پلار غواړي او د شپې په ژړا ویده کېږي."


حنیفې فیض د خپلو ماشومانو ویډیوګانې هم له ازادي راډيو سره شریکې کړې چې د پاکستاني پولیسو له زندانه د خپل پلار د ازادېدو غوښتنه کوي.


د احمد ضیا فیض کورنۍ له ملګرو ملتونو غواړي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د احمد ضیا فیض وضعیت ته پاملرنه وکړي.


د ازادي راډیو خبریال په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو او زنداني کېدلو په اړه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ویاند ضیااحمد تکل څخه هم وپوښتل، خو نوموړي په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.


خو تر دې مخکې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته ویلي و، چې په پاکستان کې یې د افغان کډوالو د نیولو خبرونه ترلاسه کړي او په دې اړه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت او په پاکستان د دوى سفارت د ستونزې د حل په برخه کې کار کوي.




تر دې مخکې هم د پاکستاني پولیسو له لوري د ګڼو افغانانو د نیولو او زنداني کولو راپورونه خپاره شوي وو.


د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هم څه وخت مخکې په یوه اعلامیه کې ویلي و، هغه کسان چې د ویزو مودې یې پای ته رسېدلي، که د ډسمبر تر ۳۱مې مخکې له پاکستان څخه ونه وځي، تر درې کالو زندان سزا به ورکړل شي.




له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو له چلنده داسې مهال شکایتونه کېږي چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو سره زرګونه افغانان پاکستان او ایران ته تللي چې امریکا، کاناډا او اروپايي هېوادونو ته خپلې د کډوالۍ قضیې تعقیب کړي.


د پاکستان او ایران د حکومتونو د شمېرو پر بنسټ د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو میلیون او ۲۵۰ زره افغانان دې هېوادونو ته ورغلي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net