Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

جنرال باجوه: پوځ ۷۰ کلونه په سیاست کې مداخله کوله خو تر دې وروسته به یې نه کوي

0
د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه وايي تېر کال یې په فرورۍ کې "تر ډیر غور و فکر وروسته" پرېکړه وکړه چې نور به په سیاست کې ګوتې نه وهي.‌

باجوه د خپلې کاري مودې تر ختمېدو ۷ ورځې مخکې، د نومبر پر ۲۲مه په پينډۍ کې د "يوم شهدا" غونډې د وينا په وخت وويل چې "پوځ د پاکستان خدمت کوي خو بیا هم پرې تنقيدونه کيږي". د هغه په خبروه د دې "لویه وجه په تېرو ۷۰ کلونو کې په سياست کې د پوځ مداخله ده چې يو غير اییني کار دی".




باجوه د تحريک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان نيوکو ته په اشاره وويل چې کله پوځ په سیاست کې مداخله ونه کړه نو نیوکې پرې شروع شوې.


عمران خان د ۲۰۲۲ کال په اپريل کې د اپوزیشن ګوندونو د اتحاد په نتيجه کې په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد د تحريک له لارې له وزيراعظمۍ ليرې شوی وو.


عمران خان تر دې وروسته په کړو احتجاجي جلسو کې ويلي‌ وو چې پوځ بايد بې طرفه نه وای پاتې شوی. هغه زیاته کړې وه چې "يوازې ځناور بې طرفه کیدلی شي". نوموړي تور پورې کړی وو چې پوځي ایسټبلیشمينټ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د اوسني ايتلافي حکومت سره ملګرتيا کړې ده. خو پوځي وياندانو دا رد کړې وه او ويلي یې وو چې له سیاست سره کار نه لري.


د جنرال باجوه د وينا په غبرګون کې د پاکستان تحريک انصاف يو مشر اسد عمر پر ټويټر ليکلي چې نوموړي سياسي تقریر وکړ خو وايي چې په سیاست کې ګوتې نه وهي.




عمران خان د تحريک انصاف په جلسو کې پر پوځ د نيوکو په وخت د ځينو پوځي افسرانو نومونه اخیستي او تور یې پورې کړی چې د هغه ملګرو سیاستوالو د نيولو له لارې د هغوی د خاموشه کولو کوښښ شوی دی. خو د پاکستان پوځ دا تورونه بې بنياده او زيانمنوکي بللي دي.


د نوي پوځي مشر په اړه تاوده بحثونه

د عمران خان د دې نيوکو له امله د پاکستاني پوځ د نوي مشر ټاکنه هم د ډيرو بحثونو لامل شوې ده. هغه تېره مياشت ويلي وو چې نوی پوځي مشر دې د وړتيا په اساس وټاکل شي خو وروسته یې وويل چې دا د وزيراعظم (شهباز شريف) اختيار دی چې څوک د پوځ مشر ټاکي البته هغه احتساب غواړي.




په اسلام اباد کې خبريال او شنونکي اعزاز سيد مشال راډيو ته ويلي چې که څه هم د پوځ مشر ټاکنې عمل د معمول مطابق روان دی خو د تحريک انصاف مشر عمران خان دا مسله لانجمنه کول غواړي. د اعزاز سيد په خبره ممکنه ده چې د دې وجه د عمران خان په پوځ کې ځيني چارواکي خوښ نه دي.


تحريک انصاف اسلام اباد ته د لانګ مارچ يا لاریون د نومبر پر ۲۶مه راولپينډۍ ته د رسېدو اعلان کړی دی. په دغه ښار کې د پاکستاني پوځ مرکز دی.


جنرال باجوه د ۲۰۱۶م کال د نومبر پر ۲۹مه د پوځ مشر ټاکل شوی وو چې وروسته د عمران خان د وزيراعظمۍ پرمهال يې د کار موده د دريو کالو لپاره وغځول وشوه. سپريم کورټ ويلي وو چې د پوځ مشر د کار مودې غځولو لپاره دې قانون سازي وشي. پارليمان په دې اړه بيل منظور کړ. جنرال باجوه په خپله اخرنۍ وينا کې ويلي چې نه یې غوښتل خپله کاري موده پسې وغځوي. هغه زیاته کړه چې پاکستان دا مهال له سختو اقتصادي مشکلاتو تيريږي او د حالاتو بهترۍ لپاره سیاسي ثبات ضروري دی.


د پاکستان د دفاع وزير ويلي چې د پوځ د نوي مشر ټاکلو لپاره لايحه (سمري) له دفاع وزارته د وزيراعظم دفتر ته رسېدلې ده. خواجه محمد اصف د نومبر پر ۲۲مه ناوخته پر خپله ټوېټرپاڼه په بیان کې زیاته کړې چې په دې لړ کې به نورې مرحلې هم ډېر ژر سر ته ورسېږي. هغه تر دې مخکې جيو نيوز ټيليويژن ته ويلي وو چې د نومبر تر ۲۶مې پورې به نوی پوځي مشر معلوم شي.




 





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net