Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

بلېنکن: امریکا د افغانانو د تخلیې بهیر د چټکتیا هڅه کوي

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي چې متحده ایالات د افغانانو د تخلیې بهیر د چټکتیا هڅه کوي.


شمله له شاوخوا یو کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته تللې، خو تر اوسه په دې نده توانېدلې چې خپل اصلي مقصد یعنې امریکا ته ولاړه شي.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل، چې دوی په پاکستان کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.


هغې وویل: "موږ بې برخلیکه یو. په دې لسو میاشتو کې چې دلته راغلي یو، له خپل کېس څخه خبر نه یو. تر اوسه مو خپل کېس نمبر هم نه دی تر لاسه کړی. نه پوهېږم چې زموږ په کېس کې څه ستونزه ده یا هم کارونه ورو مخکې ځي. زه غوښتنه کوم چې موږ له دې ځای څخه بل ځای ته ولېږدوي چې ستونزې مو حل شي. یوه ستونزه نه ده دلته د کور ستونزه هم ده، په سختۍ سره کور پیدا کوو، هغه بیا یوه یا دوه میاشتې وروسته بېرته ځواب راکړي دا هم د موږ له پاره لوی خطر دی."


يو بل افغان چې نه غواړي د امنيتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخيستل شي، وايي چې پخوا يې په يوې نړيوالې ادارې کې کار کاوه، خو د طالبانو له بيا واکمنېدلو وروسته له يو کال راهيسې په کابل کې پاتې دى او تر اوسه له افغانستان څخه هم نه دی لېږدول شوی.


هغه زیاته کړه: "یو کال کېږي چې بې برخلیکه یو. ځینې ملګري او دوستان مو چې له موږ سره و له افغانستان څخه ووتل، ځینې قطر ته ولاړل او ځینې خپل اصلي منزل ته ورسېدل، خو په موږ دلته یو کال تېر شو. بیکونه مو تړلي او په دې تمه یو چې زنګ یا هم ایمیل به راته راشي. امنیتي وضعیت خراب دی، کوڅه کې چې د طالبانو موټر تېرېږي، موږ په کور کې لکه پاڼه رېږدو چې موږ پسې نه وي راغلي. موږ نه پوهېږو چې چېرې ولاړ شو ؟"


دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د سه شنبې په ورځ په قطر کې یوې خبرې ناستې وویل، چې متحده ایالات د افغانانو د تخلیې بهیر د چټکتیا هڅه کوي.


نوموړي وویل، چې د دوی ماموریت دوام لري او ترسره کوي به یې.


ښاغلي بلېنکن خپل قطري سیال سره په خبري ناسته کې د تخلیې په پروسه کې د قطر هېواد له همکارۍ هم مننه وکړه.


هغه زیاته کړه: "کله چې طالبان به زور سره په افغانستان کې واک ته ورسېدل، قطر له خطر سره مخ لسګونه زره افغانانو، مرسته کوونکو او دیپلوماتانو د ځای پر ځای کولو په برخه کې مهم رول ولوباوه. د نړۍ تر بل هر ځای افغانان له دوحې تېر شول. دا کار دغه شان روان دی، ځکه قطر دغه شان د هغو افغانانو لپاره د ټرانزیټ ځایګی دی چې په امریکا کې د نوي ژوند د پیل په لاره دی."


نوموړي دغه شان وویل، چې دوی د ځانګړو ویزو یا 'ایس آی وي' ویزې د ورکړې موده له ۸۸۳ ورځو څخه ۱۰۵ ورځو ته رالنډه کړې او د دغه بهیر د نور ساده کولو هڅه هم کوي.




د طالبانو په لاس د افغانستان تر سقوط، یعنې د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې د دغه میاشتې تر پایه پورې شاوخوا ۱۲۴ زره افغانان د تخلیې د عملیاتو په ترڅ کې د امریکا او متحدینو له خوا یې له افغانستان وویستل شول.


امریکا له افغانستان د خپلو ځواکونو تر ویستلو ورسته په وار وار دا ویلي چې له افغانستانه به د خپلو افغان متحدانو د ویستلو بهیر ته دوام ورکوي او یوازې له تېر یو کال راهیسې یې له افغانستانه خپل سلګونه تنه افغان متحدان ویستي او دغه چاره لا هم روانه ده.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net