Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

د پخواني نظام د ځانګړو ځواکونو په اړه د 'تورنټو سټار' وځپاڼې تبصره

0
تورنتو سټار ورځپاڼه:



کاناډایۍ تورنټو سټار ورځپاڼې د امریکا له‌خوا روزل شویو د افغانستان د پخواني وسله‌وال ځواک ځانګړو ځواکونو ته پام اړولی.


يادې ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې د ناټو له‌خوا روزل شوي افغان سرتېري اوس پر اوکراین د حملې لپاره د روسیې له پوځ سره مرسته کوي، په یوه مطلب کې د یادګار په نوم افغان پوځ د یوه پخواني دلګۍ مشر له قوله لیکي چې ویلي یې دي، د ایران په کیش ټاپو کې یې لاسي مزدوري کوله چې یوه پخواني ملګري یې ورته یو ټیلفون وکړ او ورته وړاندیز یې وکړ چې راځه له نوي پوځ سره یو ځای شه او د نوي هدف لپاره جګړه وکړه.


تورنټو سټار لیکي، دغه نوی پوځ د روسیې دی او هدف یې هم هغه جګړه ده چې روسیې په غیرموجه ډول په اوکراین کې پیل کړې ده.


د ورځپاڼې په لیکنه په دغه وړاندیز کې په روسیه کې د شپږو میاشتو لپاره په روزنه کې برخه اخیستل، د یو نیم زر نه تر درې زره امریکایي ډالرو پورې میاشتنی معاش او هم د کورنۍ نژدې غړیو ته یې د روسیې د تابعیت ورکول شامل و.


دغه میاشتنی معاش د هغه څه درې تر شپږ چنده زیات دي چې دی یې په ایران کې ګټي.


یادګار وایي، خپل ملګري ته یې وویل، حاضر دی هرې هغې جګړې ته چې روسیه یې استوي، ولاړ شي.


د تورنټو سټار په باور دې ته په پام چې روسي ځواکونو د اوکراین جګړه بایللې، داسې نښې لیدل کېږي چې مسکو ښایي د نورو حل لارو په لټه کې وي چې یوه یې هم د ناټو له لوري روزل شوي د افغانستان پخواني کومانډویي او ځانګړي ځواکونه وي چې دې جګړې ته یې وګوماري.


د لوېدیځ چارواکو په خبره روسیه د اوکراین په جګړه کې له ډېرو ستونزو سره مخ ده ځکه په زرګونو سرتېري یې په دې جګړه کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.


د تېر۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره سم د افغانستان امنیتي ځواکونه چې شمېر یې درې سوه زره کسانو ته رسېده، هم دړې وړې شول.


د ورځپاڼې په لیکنه د ځانګړیو شاوخوا دېرش زره ځواکونو چې د ناټو ځواکونو په خوا کې یې جګړه کې برخه اخیستې، یوازې څو سوه غړي یې چې اکثریت یې د دې ځواک قومندانان وو، د امریکا او برېتانیا له‌خوا وایستل شول خو د دغو ځواکونو اکثریت یې په افغانستان کې ترشا پرېښودل شول.


چېرې چې اوس د طالبانو د رژیم له‌خوا د غچ اخیستنې او نیونې له ګواښ سره مخ دي.


د دغو ځانګړو ځواکونو په زرګونو یې د ایران او پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي.


ایریش ټایمز ورځپاڼه:



ایریش ټایمز لیکي، داسي ښکاري چې دلته کډوال په دوو برخو ویشل شوي، اوکراینیان لومړی او ورپسې افغانان دي.


ورځپاڼې د لیکنې په پیل کې د ۲۵ کلنې سکینه ګنجي په نوم یوې افغانې ته پام اړولي او لیکي، نوموړې چې یو کال مخکې له افغانستانه تښتېدلې پر ځان یې بشپړ اعتماد له لاسه ورکړی دی.


ایریش ټایمیز لیکي، سکینه ګنجي چې هیڅکله له خپلې کورنۍ څخه نه وه جلا شوې، داسې احساس کوي چې راتلونکې یې مبهمه ده.


هغه د شلو نورو افغان ښځو په ډله کې ده چې ایرلنډ په ۲۰۲۱ کال د طالبانو له‌خوا د کابل له سقوط وروسته د کډوالو په توګه منلي دي.


د ورځپاڼې په لیکنه، په دوبلین کې د هستوګنې په برخه کې ستونزو ته په پام چې دا او نورې ملګري یې ورسره مخامخې دي او هغه د کډوالو لپاره دوه ګونې پالیسي بولي، تعلیم ته د هغې په بېرته ستنېدو هم سیوری غوړولی دی.


ایریش ټایمز لیکي، ایرلنډ له کله چې د روان کال په پیل کې یې پر اوکراین د روسیې د یرغل له امله د دې هېواد په زرګونو کډوالو ته پناه ورکړې، د کډوالو لپاره یې خدمتونه یو څه پڅ شوي دي.


خو سکینه ګنجې دې ورځپاڼې ته ویلي، هم د ځان او هم د اوکراینیانو لپاره چې ژغورل شوي او پناه ورکړل شوې، خوښه ده خو لکه د ایرلند په څېر له یوه هېواد څخه چې د برابرۍ او د خلکو ترمنځ د نه توپیر خبره کوي، باید د دوه ګونی چلند انتظار ونه‌شي.


د نوموړې په خبره په حقیقت کې دلته وضعیت بل ډول دی او هغه دا چې موږ ته د اوکراینیانو په نسبت په ټیټه سترګه کتل کیږي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net