امريکا د روسيې د نفتي محصولاتو د بيو لپاره پلان په ډاګه کړ
خو امریکا او متحدانو یې تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نهده کړې چې د روسیې د پټرولیم د محصولاتو لپاره کومه بیه وټاکي.
د متحدوایالاتو د خزانې وزارت جګپوړو چارواکو پرون له خبریالانو سره په ټلفوني خبرو کې وویل چې له دې نوي پلان څخه د امریکا او د امریکا د متحدانو هدف دا دی چې د روسیې د تېلو عواید راکم کړي خو په عین حال کې بازار ته تېل هم باید عرضه شي.
