Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

د اروپا فضایي اداره سپوږمۍ ته خپله یوه لوژیستیکي وسیله استوي

0
د اروپا فضایي ادارې په فضا کې د خپل حضور د پراخوالي لپاره د هڅو په ترڅ کې غواړي سپوږمۍ ته خپله یوه لوژیستیکي وسیله واستوي.




اروپایي وزیران نن په پاریس کې د هغې بودیجې پر تصویب خبرې کوې چې د اروپا فضایي ادارې، د راتلونکو درېیو کلونو لپاره د خپلو فعالیتونو د پراختیا لپاره ۲۵ سلنه زیاته کړې ده.


دغې ادارې له ۲۲ غړیو هېوادونو غوښتي چې پر ځمکې د څارنې، د لارښودنې یا نیویګیشن خدمتونو د پراخوالي او په فضایي څېړنو کې د یوه اساسي لوبغاړي په توګه د پاتې کیدو لپاره ۱۸،۷ میلیارد یورو ته اړتیا لري.


مخکینۍ درې کلنۍ بودیجې چې په ۲۰۱۹ م کال د دې ادارې لپاره منل شوې وه، ۱۴،۵ میلیارد یورو وه.


د اروپا د فضایي ادارې د شورا مشره اننا راټسمن وایي، د غړیو هېوادونو ترمنځ په دې اړه چې دغه بودیجه په څه ډول تامین شي، ډېر نظرونه او لېوالتیا شته.


د پاریسس په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې به دغه راز وزیران، څو ورځې وروسته له هغې چې د امریکا فضایي ادارې ناسا یوه سپوږمکۍ چې د خدمتونو یوه اروپایي مودول یې لېږداوه، سپوږمۍ ته ولېږله، پر هغه پلان هم خبرې وکړي چې سپوږمۍ ته د ارګوناوټ په نوم خپله یوه لوژیستیکي سپوږمکۍ یا وسیله واستوي.


د دې ادارې په نورو نوښتونو کې د ځمکۍ لاندې مدارته د اروپا د نړیوال نیویګیشن سیسټم غځول اود اقلیمي څېړنو د پراختیا لپاره د هارموني په نوم د یوې نوې سپوږمکۍ د مامویت پیلول شامل دي.


د اروپا د فضایې ادارې غړي هېوادونه به همدارنګه له کاره لوېدلو ټوټو څخه د فضا د پاکوالي پریوې تګلارې هم خبرې وکړي.


دې موضوع ته په تېره بیا د اوکراین له جګړې سره چې ښایي، په فضا کې په چټکۍ لکه د سپس ایکس سټارلینک په څیر بیړیو د استولو ګڼه ګوڼه زیاته شي، پاملرنه زیاته شوې ده.


د اروپا د فضایي ادارې رییس جوزیف اشباخر له رویترز آژانس سره په وروستۍ مرکه کې د ځمکې د مدار لاندې برخه کې د وسایلو د ګڼه ګوڼې په وړاندې د یوه نړیوال چټک اقدام غوښتنه وکړه چې په هغه کې د سټلایټ ضد وسلو پر آزموینو بندیز هم په کې شامل دی.


هغه ویلي، که څه هم تراوسه دا نادره ده، خو دا ډول آزموینې د فضا د پوځي کېدو په اړه اندېښنې زیاتوي او هغه به د سوداګریزو چارو او نورو سوله ییزو هدفونو لپاره له فضا څخه استفاده له ګواښ سره مخ کړي.


د نوموړي په وینا پر دغو ګواښونو سربېره اوس هم په فضاکې د له کاره لوېدلو سپوږمکیو او توغندیو ټوټو د ځمکې د مدار ټیټه برخه له ګواښ سره مخامخ کړې ده.


ښاغلی اشباخر وایي، د ناوړه پېښو خطر شته او دا یوه ستونزه ده، په تېره د هغو لپاره چې فضا ته د ډېرو شیانو په استولو کې فعال دي.


د نوموړي په خبره اړتیا ده چې په نړیواله سطحه د دغې ستونزې غم وخوړل شي.


ښاغلي اشباخر په دې برخه کې د فضا د خوندیتوب لپاره پر هغې طرحې ټینګار وکړ چې له مخې یې تر۲۰۳۰ م کال پورې ټولې هغه سپوږمکۍ چې د ځمکې په مدار کې ځای پرځای کېږي، د زړښت په وخت باید د یوه منظم پلان له مخې له مدار څخه لیرې شي.


هغه زیاته کړه: "کله چې تاسو یوه ملي پارک ته کوم شیان له ځان سره وړئ نو له مصرف وروسته یې پاتې شونې د کثافاتو په ځایونو کې اچوئ، د ځمکۍ په مدار کې هم باید ورته چلند وشي. که موږ یو سټلایټ هلته ځای پرځای کوو نو راته پکار ده چې دا ډاډ ترلاسه کړو چې هغه باید بېرته لیرې هم کړو."





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net