سور صليب: افغانستان کې به راتلونکی کال بشري وضعيت نور هم ناوړه وي
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې عملیاتي رئيس مارتین شویپ تېره شپه له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، اقتصادي تنګسه سخته شوې، د خلکو نیستي ډېره جدي ده او خلک به د ژوندي پاتې کېدو لپاره لاس و پښې وهي.
افغانان د ژمي په درشل کې دي او دا له کله چې طالبان د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته رسېدلي، دوهم سخت ژمی دی.
