افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومان شمېر ډېر شوی
د سېف ده چلډرن موسسې د راپور لهمخې، په دغو ماشومانو کې ځینې نوزېږي مخکې تر دې چې درملنه یې وشي مړه کېږي.
په داسې حال کې چې افغان کورنۍ د لوږې له بېساري بحران څخه کړېږي، په وروستیو میاشتو کې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې لپاره اړتیا زیاته شوې.
د راپور لهمخې، په جنورۍ کې د سیف ده چلډرن ۵۷ ګرځنده ټیمونو د درملنې لپاره شاوخوا دوه نیم زره ماشومان بستر کړل.
