Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزير د خوشې کولو او افغانانو د نه نيولو غوښتنه وکړه

0
پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ کې د يو سيمينار او په پېرس کې د يوې مظاهرې له لارې د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د افغانانو نيول دې ودروي او علي‌وزير دې خوشې شي.

د نومبر پر شلمه، د کراچۍ په سهراب ګوټ‌کې شوي سیمینار ته په وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترین ادعا وکړه چې د يوې منصوبې لاندې په سيند صوبه کې ميشت افغانان په قصد ځورول کيږي. هغه زیاته کړه چې حکومت دې دا نيونې بس کړي او خلک دې نه ځوروي. 


نورالله ترين زياته کړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ او د پارليمان غړی علي‌وزير هم باید زر تر زره له زندانه پرېښودل شي. هغه وويل چې د علي وزير پر ضد بیا بیا مقدمې درجول ثباتوي چې ریاست هغه په بند کې ساتل غواړي. 




علي‌وزير نيږدې دوه کاله مخکې په پېښور کې ونیول او بیا د سيند پوليسو په غوښتنه کراچۍ ته وليږدول شو. پر هغه د ریاست او امنيتي ځواکونو پر ضد د خلکو د پارونې تور دی چې نوموړی یې ردوي. په کراچۍ کې ترهګرۍ ضد عالتونو او په بنو کې د پېښور های کورټ څانګې هغه له تورونو پاک کړی وو خو تېره هفته د نوموړي پر ضد يوه بله مقدمه درج شوې چې له امله یې هغه لا هم په زندان کې پاتې دی.


د سهراب ګوټ سيمينار ته په وينا کې دپي ټي اېم د کراچۍ غړي رويدالله وويل چې په سيند صوبه کې دې د پښتنو سره تعصب بند شي. هغه د افغانانو د نيول کېدو يادونه وکړه او تور یې پورې کړ چې پولیسو افغانان د پيسو لپاره نیسي. نوموړي زیاته کړه چې د افغان کډوالو له نيولو يوه لوبه او کاروبار جوړ شوی دی.  


پولیسو مشال راډيو ته ويلي‌چې په سيند صوبه کې يوازې هغه خلک د قانون له مخې نيسي چې په پاکستان کې د پاتېدو اسناد نه لري. د نيول شويو افغانان وکيلې، منیزې کاکړ مشال راډيو ته ويلي چې په تېرو څلورو میاشتو کې په کراچۍ او جامشورو کې ۱۵۰۰ افغانانان د اسنادو د نه درلودو په تور نيول شوي دي چې ځيني یې د هغې او د بشري حقونو د نورو فعالانو په کوښښ خوشې شوي دي. هغې زیاته کړه چې په نيول شويو کې اکثره یې ناروغان دي چې د درملنې لپاره کراچۍ ته تللي دي.


که څه هم پولیسو ويلي چې په سيند کې یې يوازې قانوني اسناد نه لرونکي خلک نيولي خو د کډوالو لپاره کارکوونکې غيرسرکاري ادارې، شارپ د اکتوبر په مياشت کې ويلي وو چې د سیند پولیسو لږ تر لږه ۴۷ هغه افغانان هم نيولي چې د اوسیدو اسناد ورسره وو. د دې ادارې په خبره په دغو کې ۱۱ ميرمنې او ۱۰ ماشومان هم شامل وو خو د کراچۍ پوليس دا تور دروي او وايي چې يوازي هغه افغان کډوال نیسي چې يا رجسټرډ نه دي‌او يا هم پرې د کوم جرم تور پورې دی.  


د پېرس مظاهره

د نومبر پر شلمه د فرانس په سرښار پېرس کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د اروپا څانګې مظاهره وکړه. دوی په دې مظاهره کې پاکستان ته د ورتلونکو افغانانو سره پر پاکستاني چيک پوسټونو د ښه سلوک غوښتنه وکړه.




د احتجاج ګډونوالو د علي وزير تر څنګ د پي ټي اېم د نورو مشرانو د خوشې کولو غوښتنه تکرار کړه. مظاهره چيانو په سيند صوبه کې د افغانانو نيول او په افغانستان کې د طالبانو لخوا د نجونو پر ښوونځيوو بنديز وغانده. په مظاهره کې شاملو کسانو پر افغان طالبانو غږ وکړ چې ژر دې د نجونو پر مخ ټول ښوونځي پرانيزي.


طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې کابل ونيو. د خپلې واکمنې په دوران کې دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند کړي او په دفترونو کې یې د ښځينه کار کوونکو شمېر کم کړی دی. دوی همداراز پر ښځو مخ پټول جبري کړي او پارکونو ته له تګه یې منع کړي دي. نړيوالو پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو سره دې چلند نرم وکړي خو طالبان وايي چې دوی د شرعي چوکاټ له مخې خپله حکومتولي پر مخ بيايي. دوی دا چوکاټ نه دی تشريح او واضح کړی.




 





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net