Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

د ماشومانو نړیواله ورځ؛ یونېسف: د افغان نجونو ښوونځي دې پرانېستل شي

0
نن د نومبر ۲۰مه د ماشومانو نړیواله ورځ ده.



د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو سازمان وجهي صندوق یا یونېسف وایي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې هلکان ښوونځي ته ځي، خو له شپږمو ټولګیو پورته نجونې له مکتب راګرځول شوي، نو دې چارې د دوی میندو او پلرونو ته اندېښنې پیدا کړي.


بهاره د اتم ټولګي زده کوونکې ده.


نوموړې په تېرو درېیو کلونو کې د ښوونځي ترڅنګ په ښار کې قلمونه پلورل او خپلې پنځه کسیزې کورنۍ ته به یې یوه مړۍ ډوډۍ ګټله.


بهاره وایي، له کله چې د طالبانو حکومت یې ښوونځی وتاړه، نو ټوله ورځ به یې په ښار کې کار کوه.


خو هغه ادعا کوي، چې یوه میاشت مخکې طالبانو هغه د کار پر مهال ونیوله او له شپږ شپو بند تېرولو وروسته یې، ترې نه ضمانت واخیست چې له دی وروسته به په ښار کې کار هم نه کوي.


نوموړې زیاته کړه: "بیا کار ته وګرځېدم او فکر مې کاوه چې دوی به ما ته څه ونه وایي، خو کله چې کار ته لاړم طالبانو موږ ونیولو، وې وهلو او راته یې وویل، چې ولې له کوره راوځئ، موږ خو ګټونکی نه درلود. نو یوه شپه یې په څلورمه حوزه کې بندیانې کړو، بیا یې بادام باغ ته بوتلو او هلته یې بندیانې کړو، بیا یې بوتلو پلچرخي ته او ویل یې چې تاسو باید بندیانې شئ. موږ ورته وویل چې موږ څه ګناه کړې. څلور شپې په پلچرخي کې پاتې شوو. له هغې وروسته یې زموږ شصتونه واخیستل او راته یې وویل که بیا له کوره ووتلئ نو شپږ میاشتې مو بندیانې کوو. نو اوس زه کار نه شم کولای او په کور ناسته یم."


بهاره وایي، چې شپږو نورو کم عمره نجونو هم له دې سره په ښار کې کار کاوه، خو طالبانو هغوی هم ونیولې او د ضمانت له اخیستو وروسته ې په کور کېنولې.




د ازادي راډیو خبریال د نوموړې د ادعاوو په اړه د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور او د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وپوښتل، خو ځواب یې ترلاسه نه کړ.


د بهارې پلار ناروغ دی او مور یې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو حکومت له دوی سره ژمنه وکړه چې ورسره به مالي مرسته کوي، خو په تېره یوه میاشت کې له دوی سره هېڅ ډول مالي مرسته نه ده شوې.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ د وجهي صندوق یا یونېسف استازی محمد اګ ایووا د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپل ټویټر لیکلي، د میندو او پلرونو لپاره دا ډېره ستونزمنه ده چې زوی یې زده کړې وکړي، خو لور ته یې د تعلیم اجازه نه ورکول کېږي.


ایووا وایي چې ښځینه روغتیایي کارکوونکې د انسانانو د ژوند په ژغورلو کې خور مهم رول لري او د ښځینه روغتیایي کارکوونکو روزل تر ډېره د لېسې دورې پورې تړلي دي، له همدې امله د ښځو له ونډې پرته د یو بشپړ روغتیايي سیستم لرل ناممکنه دي.


هاجره د نهم ټولګي زده کوونکې وایي، ورور یې هره ورځ ښوونځي ته ځي، خو له کال زیاته موده کېږي چې طالبان ښوونځي ته د تلو اجازه نه ورکوي او دا دوه ګونی چلند دا ډېره ځوروي.


هغه زیاتوي: "طالبان موږ ته ښوونځي ته د تلو اجازه نه راکوي، حال دا چې زما ورور هره ورځ مکتب ته ځي، خو موږ یی پر کور کېنولي یو، زموږ حق یې تر پښو لاندې کړی. زموږ غوښتنه دا ده چې هرڅه ژر مونږ ته ښوونځي پرانېزي."


د طالبانو حکومت په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویندویانو په وار وار ویلي، چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو پرېکړه به یې مشرتابه کوي.


له ۱۹۵۴ کال راهیسې هر کال د نومبر ۲۰مه د ماشوم د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.


دا ورځ په دې هدف لمانځل کېږي، چې په نړيواله کچه ماشومانو لپاره ګډ کار وشي، عامه پوهاوی زیات او د ماشومانو پالنه ښه شي.


په کال ۱۹۸۹ کال کې دغه شان د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب په موخه د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د ماشومانو د حقونو کنوانسیون هم جوړ شو.


که څه هم چې افغانستان د ماشومانو د حقونو کنوانسیون لاسلیک کړی، خو په تېرو کلونو کې د جګړې پرمهال د ماشومانو د حقونو د نقض ترڅنګ، په تېر څه باندې یوه کال کې د نجونو پرمخ له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځیو بندېدل د دغه کنوانسیون تر ټولو ستر نقض بلل کېږي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net