د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي مشر افغانانو سره ګوري
د سره صلیب نړیوالې کمېټې دغه چارواکي پرون ناوخته په ټویټر کې لیکلي، چې په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو او اقتصادي ستونزو د خلکو ژوند خورا اغېزمن کړی دی.
د شویپ په خبره، خلک نور ستړي دي او نن سبا د خوړو له کموالي، ډول ډول ناروغیو او بېوزلۍ سره لاس و ګرېوان دي.
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې تر ۱۹ میلیونو ډېر کسان کافي خواړه نه لري او ۶ ملیونه نور کسان د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي.
