Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

له طالبانو سره د بشري حقونو د نقض په اړه د حساب کتاب غوښتنه وشوه

0
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، له طالبانو سره باید د بشري حقونو د نقض په اړه حساب کتاب وشي.


په داسې حال کې چې د ادعا وو پر بنسټ د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو د نیول شویو فعالانو ظریف یعقوبي، فرحت پوپلزۍ او حمیرا یوسفي د خوشې کېدو برخلیک لا نه دی معلوم د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو د مدافعینو د نیونو وروستۍ څپه د هر ډول سوله ییزو لاریونونو او د طالبانو د هغو ظالمانه پالیسو پر وړاندې د مخالفتونو ځپل دي چې پر بنسټ يې له بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه کېږي.




ادعا کېږي چې ښځو د حقونو دغه درې فعالانې په تېرو لسو ورځو کې نیول شوي او د ځای او حال په اړه یې لا معلومات نه شته.


د جنوبي اسیا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان کمپاینرې سمیرا حميدي ویلي له شک پرته د غچ اخیستنې په اوسني وضعیت کې دا ډول نیونې به د وېرې او غچ اخیستنې فضا لا پسې پراخه کړي.




حمیدي د طالبانو له لوري په تېرو لسو ورځو کې د ښځو د حقونو د مدافعینو ظریفه یعقوبي، فرحت پوپلزۍ، حمیرا یوسفي او د دوی د همکارانو د نیونې په اړه په یو بیان کې چې د بخښنې د نړیوال سازمان په ویبپاڼه خپور شوی ویلي: "طالبان لا هم له معافیته برخمن دي او له بشري حقونو څخه سرغړونو ته دوام ورکوي باید د بشري حقونو د نقض په اړه ورسره حساب کتاب وشي. نړیواله ټولنه باید په عمومي ډول او له طالبانو سره په ځانګړو مجلسونو کې د دوی دا کړنې وغندي او په ښکاره ورته ووايي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د دوی اوسنۍ پالیسې د منلو وړ نه ده."


د ازادي خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه او د طالبانو د حکومت نظر هم ولري، خو ویاندویانو يې د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.


خو د روانې نومبر میاشتې په ۵مه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د مېرمنو د حقونو یو شمېر فعالان هڅول کېږي چې د دوی د حکومت پر ضد مظاهرې وکړي او د نړیوالو بې باوري رامنځته کړي.




دا په داسې حال کې ده چې تازه شاوخوا سلو تنو افغان ښځینه فعالانو د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان ښځو او نجونو د حال په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لیکونه استولي.




د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغان ښځو له خوا په استول شویو لیکونو کې د ښځو هدفي وژنې، د ښځو سنګسار او وهل، جنسي تېري، په خپلسر نیول اوځورونې، جبري او کم عمره ودونه، اجباري حجاب، د نجونو د ښوونځیو تړل، د ښځو پرمخ د لوبغالو او تفریحي پارکونو تړل د ښځو د بشري حقونو د پراخو سرغړونوپه توګه یاد شوي.


د نومبر ۱۵مه د طالبانو له واکمنېدو پوره پنځلس میاشتې تېرېږي.


د دوی حکومت تورن دی چې په دې موده کې یې د ښځو د حقونو د تامین لپاره هېڅ کار نه دی کړی او لا ورځ تر بلې بندیزونه پرې زیاتوي.


که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت په وار وار ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی کوي، خو د تېر کال له اګست راهیسې چې طالبان بیاځلي واک ته رسېدلي، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع شوي او طالبانو ډېری ښځینه کارکوونکي هم مجبورې کړي چې کورونو کې کېني.


جبري حجاب، لرو سیمو ته له محرم پرته د سفر ممانعت، تفریحي پارکونو، ورزشي کلبونو او حمامونو ته د ښځو په ورتګ ممانعت په افغان ښځو او نجونو نوربندیزونه دي.




دې بندیزونو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net