Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

امریکا افغانستان ته د یو میلیارد ډالرو مالي مرستې تفتیش ته اجازه نه ورکوي

0
واشنګټن ایګزامېنر:


واشنګټن ایګزامېنر امریکايۍ اونیزې خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د یو میلیارد ډالرو مالي مرستې تفتیش ته اجازه نه ورکوي.


خپرونه لیکي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له بدرنګه وتلو وروسته د امریکايي مالیه ورکوونکو څه باندې یو میلیارد ډالر افغانستان ته لېږل شوي، خو د ولسمشر جوبایډن اداره د حکومت د تفتیش یوې ادارې ته په دې اړه له حساب ورکولو ډډه کوي.


واشنګټن ایګزامېنر لیکي چې د بهرنیو چارو له وزارت څخه دا غوښتنه د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش ادارې یا سیګار کړې ده چې په افغانستان کې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د متحدوایالتونو له خوا د لګېدلو ۱۴۶ میلیارد ډالر په اړه څېړنه کوي. په دې اړه معلومات په هغه راپور کې راغلي چې سیګار کانګرس ته وړاندې کړی دی.


په راپور کې راغلي چې د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې او د خزانې وزارت له سیګار سره په هېڅ برخه کې هم همکاري ونه کړه او تقریباً هېڅ یوې پوښتنې ته یې ځواب ونه وایه خو د بهرنیو چارو وزارت بیا د سیګار د څېړنې او د درې میاشتني راپور لپاره د معلوماتو په ورکولو کې سلیقوي چلند وکړ.


واشنګټن ایګزامېنر د راپور له مخې سیګار په خاص ډول د افغان حکومت د سقوط، طالبانو ته د پیسو د ورکړې، د بشري پروګرامونو د وضعیت او یولړ نورو مسایلو په اړه معلومات غوښتل.


په راپور کې د پوځ د متقاعد بریدجنرال ډان بولدوک له قوله چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې د ځانګړو عملیاتو په برخه کې کار کړی راغلي چې نوموړی وايي، امریکا طالبانو ته باید یوه ټنګه هم ورنه کړي.


د نړیوالو اړیکو شورا تحقیقاتي مرکز:


د نړیوالو اړیکو شورا تحقیقاتي مرکز پر خپله ویبپاڼه په یوه تحلیلي راپور کې په افغانستان کې د امریکا شل کلنې جګړې ته د اشارې په ترڅ کې پوښتنه کوي چې ایا دا جګړه په دې ارزېده؟


خپرونه په دې مطلب کې چې د جګړې د پخوانیو ګډونوالو د ورځې په مناسبت لیکل شوی لیکي چې ښايي ډېری پخواني او اوسني امریکايي سرتېري دا پوښتنه وکړي.


د مطلب لیکوال زیاتوي چې دا پوښتنه په تېره نن ورځ ډېره منطقي ده، ځکه چې متحدوایالتونو د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسولې ده.


په مطلب کې وړاندې راغلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو او په نتیجه کې د افغان حکومت تر سقوط وروسته اکثر کسان چې په افغانستان او عراق کې یې پوځي خدمت کړی دی، له ځانه دا پوښتنه کوي چې ایا دا هرڅه په دې ارزېدل؟


خپرونه د افغانستان د جګړې پر وړاندې په مقایسوي ډول په دویمه نړیواله جګړه کې د امریکا د لاسته راوړنو یادونه کوي او لیکي، د دویمې نړیوالې جګړې ګډونوالو هغه لوری مات کړ چې د ګڼې وژنې د راټولېدنې کمپونه یې جوړول او د محور هېوادونو ملاتړ یې کاوه.


خو د نړیوالو اړیکو د شورا خپرونه د مطلب په پای کې په افغانستان او عراق کې له اوو زرو د زیاتو امریکايي سرتېرو د وژل کېدو، د زرګونه نورو د ټپي کېدو، د څه باندې دېرش زره پخوانیو سرتېرو د ځان وژنې او د شاوخوا شل سلنه نورو محاربوي سرتېرو د رواني ناروغیو یادونه کوي او یوځل بیا پوښتنه کوي چې ایا دا ټول په دې ارزېدل؟





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net