Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

ملګري ملتونه: افغانستان د خوړو د مصرف له درکه لا هم په ټيټه کچه کې دى

0
د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړیواله اداره وايي، افغانستان په نړۍ کې د پوره خوړو د مصرف له درکه لا هم په تر ټولو ټيټه کچه کې دى.


نږدې پنځوس کلنه لیلما د کابل په لارو او کوڅو کې سوال کوي.


لیلما د اته کسیزې کورنۍ لپاره هره ورځ د نفقې د پیدا کولو په هڅه د کابل لارې، کوڅې ګز ګام کوي وايي، تر ماښامه ایله سل یا یو نیم سل افغانۍ پیدا کړي.


هغه وايي: "کار نه شته چې کار وکړو او ډوډۍ پیدا کړو، له مجبوریته د سر په سر سوال کوو، یتیمان لرم. پنځه کاله کېږي چې خاوند مې مړ شوی دی. ایران ته هم لاړو له هغه ځایه رد مرز شو، له خدایه غیر هیڅ نه لرو. په خیمه کې ژوند کوو."


لیلما وویل، د خپلې کورنۍ غړو ته پوره خواړه نه شي برابرولی او نږدې هره شپه يې ماشومان په نیمه ګېډه ویده کیږي.


د لیلما د ژوند کیسه د سلګونه او ان زرګونه نورو هغه بېوزله افغانانو د ژوند کیسه ده چې په وروستیو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.


د کابل په شاه شهید سیمه کې د سړک پر غاړه ناسته نسرین چې زوړ ټیکری يې په سر دی وايي، د ډېر مجبوریت له مخې د سړک په سر سوال کوي.


هغې وویل: "کونډه یم، هېڅ نه لرو. یوه معیوبه لور لرم. دولس کلن زوی مې د کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای. خاوند مې شپږ کاله کېږي مړ شوی دی، له مجبوریته د سړک په سر سوال کوم."


دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې باختر دولتي اژانس ویلي، چې د طالبانو حکومت په کابل ښار کې تر اوسه نېږدې ۱۶ زره سوالګر ټول کړي، چې له دې شمېر له ۹۵۰۰ زیاتې یې ښځې دي.


په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته بې وزلي او بې کاري اوج ته رسېدلې.




د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ چې د دې هېواد نږدې درې برخې وګړي له سختې بېوزلې سره مخ دي او کافي خوراکي توکي نه لري.


تازه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د پوره خوړو د مصرف له درکه لا هم په تر ټولو ټيټه کچه کې دى.


د خوړو د خوندیتوب په اړه د ډبیلو ایف پي میاشتنۍ ارزونه ښيي چې په افغانستان کې په منځنۍ کچه د هرې کورنۍ ۹۲ سلنه عاید په خوړو مصرفېږي، په داسې حال کې چې ۵۱ سلنه کورنۍ هڅه کوي چې په ترلاسه شویو عوایدو یوازې لومړني خوراکي توکي راونیسي.


په دې ارزونه کې دا هم راغلي چې هرو لسو افغان کورنیو کې نهه يې په کافي اندازه خواړه نه لري.


ارزونه کې لیکل شوي، هغه کورنۍ چې مشري یې ښځو ته ور په غاړه ده، سختې اغېزمنې شوي او د هغو محدودیتونو له امله چې په ښځو او نجونو لګول شوي، ۹۶ سلنه یې بشپړو خوراکي توکو ته لاس‌رسی نه لري.


ارزونه دا ښيي چې د ناکافي خوړو د مصرف سره مخ شوې د کورنیو د مشري کوونکو ښځو شمېر د نارینه په پرتله دوه چنده دی او دوی مجبورېږي چې خپله برخه خواړه هم خپلو کورنیو ته ورکړي.


د خوړو نړیوال سازمان ارزونه کې د هغو ماشومانو په اړه چې کافي خواړه نه لري هم اندېښنه ښودل شوې.


ارزونه لیکي: "۳.۹ میلیونه ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته دي ټول ۳۴ ولایتونه د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له بحران یا بېړنۍ کچې سره مخ دي."




راپور دا هم لیکي چې ۱۸،۹ میلیون افغانان چې د دې هېواد سم نیمايي نفوس دی، اټکل کېږي چې د ۲۰۲۲ کال په جون او نومبر میاشتو ترمنځ د خوړو له خورا سخت کمي سره مخ شي.


د روان میلادي کال په پیل کې یونیسف راپور ورکړ چې د افغانستان له نیمایي څخه ډېر نفوس۲۴،۴ میلیون خلک چې ۱۲،۹ میلیونه یې ماشومان دي، بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.


دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ نږدې څوارلس میاشتې تېرېږي، په دې موده کې په دې هېواد کې د خلکو د ژوند کچه ټیټه شوې، بې کاري اوج ته رسېدلې او د بېوزلۍ کچه هم د پخوا په پرتله زیاته شوې ده.


د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د خوړو نړیوال پروګرام د نوې ارزونې په اړه د طالبانو د حکومت د ویاندویانو نظر واخلي، خو پوښتنې يې ځواب نه کړې.


خو له دې وړاندې طالبانو ویلي په افغانستان کې اقتصادي حالت تر دې حده هم د اندېښنې وړ نه دی څومره چې نړیوال بنسټونه يې یادوي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net