ډنمارک کې پر یوې افغانې ښځې د برید په تور یو افغان نیول شوی
د جرمني 'ډي پي اې خبري اژانس ویلي، پولیسو د دوشنبې په سهار مشکوک کس نیولی دی.
په راپور کې راغلي چې دغه کس تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی او نن سې شنبه یې محکمه په اړه پرېکړه کوي.
د راپور له مخې، پر دغې مېرمنې د تېرې پنجشنبې په ورځ د کوپنهاګن په لوېدیځ کې د چړې ګوزارونه شوي او روغتون کې يې ساه ورکړې ده.
د قاتل او مقتول نومونه نه دي یاد شوي او تر دې مهاله د پېښې لامل هم روښانه شوی نه دی.
