افغانستان کې ناسم اقتصادي وضعيت؛ کابل کې د ليلامي جامو بازار ګرم دی
ظریفه سینمايي پامیر چې په کابل د لیلامي یو له لویو بازارونو دی راغلې وايي، تېرو کلونو کې به یې خپلو اولادونو ته په ژمي کې نوې جامې اخیستې، خو سږ کال یې د اخیستلو توان نهلري.
نوموړې وايي: "د لیلامي جامو بیې هم سږ کال پورته دي، په لوړه بیه یې د اخیسلتو توان نهلرو. له همدې لس افغانیو او شل افغانیو والا یې اخلم. کار روزګار نهشته، مجبور یو، که نه مخکې مو له ښو دوکانونو اخیستل."
د کابل یو بل اوسېدونکی حبیب هم له خپلو کوچنیو خویند او وروڼو سره د لیلامیو په یوه دوکان کې پتلون او جاکټ لټوي.
نوموړي راډیو ته یې وویل: "دلته راغلی یم چې کوم ارزانه پتلون او جاکټ پیدا کړم. سږ کال مو اقتصاد ښه نهدی. د ځان او خویندو، وروڼو لپاره مې له همدې لیلامیو جامې اخلم."
لیلامي پلورونځیو یا د دویم لاس جامو پلورونکو په هټیو کې د هر فصل جامې د هر عمر لرونکو لپاره پیدا کېږي.
هغه جامې چې په نورو هېوادونو کې یو ځل کارول شوې وي او په ډېره کمه بیه د افغانستان په بازارونو کې پلورل کېږي.
په ورته وخت کې لیلامي پلورونکي بیا شکایت کوي چې بازار یې ښه نهدی، ځکه د دوی په خبره، سږ کال ان خلک د لیلامي جامو د اخستو توان هم نهلري او په ډېره کمه بیه یې غواړي.
یو تن لیلامي پلورونکی عصمتالله وايي: "خلک د دې توان نهلري چې لیلامي هم واخلي. د خلکو اقتصاد خراب دی، دلته راځي خو یو لباس چې پنځوس افغانۍ هم ورته ووایوو، د اخستو توان یې نهلري."
یو بل لیلامي پلورنکی قیس احمد هم وايي: "که څه هم د خلکو اقتصادي حالت خراب دی او د پېرېدو ډېر توان نهلري، خو د نورو کلونو په پرتله خلک زیات راځي، ځکه د خراب اقتصاد له امله نهشي کولای نوې جامې واخلي."
په کابل کې د لیلامي پلورونکو هټۍ په بېلابېلو ځایونو کې شته.
لیلامي پلورونکي وايي، دوی لیلامي جامې له نورو هېوادونو افغانستان ته را واردوي.
د جلدي ناروغیو ډاکټران سپارښتنه کوي، چې د جلدي ناروغیو د مخنیوي لپاره باید لیلامیو کې هر ډول اخستل شوي جامې له اغوستلو مخکې په ګرمو اوبو او وینځونکو توکو ومینځل شي او لمر ته واچول شي.
