د اروپايي کمېسيون مشره: اروپايي ټولنه دې اوکراين ته ۱۷مليارده ډالر ورکړي
دغه کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، اورزلا فون دیرلین د دې مرستې په اړه پرون د اوکراین له ولسمشر ولودیمر زلنسکي سره ټيلفوني خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواو د حکومت د اساسي دندو لپاره د اټکلېدونکې او منظمې بودجې د تضمین اهمیت تایید کړ.
