روسي ځواکونو د اوکراین ختیځ کې پر ملکي اهدافو حملو ته دوام ورکړی
پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل څه باندې اته میاشتې تېرې شوې دي.
د اوکراین وسله والو ځواکونو ویلي د لوهانسک، دونیڅک او زاپرویژیا د ۱۴ ښارګوټو په اطرافو کې یې د روسیې حملې شنډې کړې دي.
په ټوله کې د روسیې پوځ د اوکراین په ختیځ او جنوب ختیځ کې پر ۳۵ ښارونو حملې کړې دي.
