د اپوزیسیون یوه ډله: د سوریې ځواکونو په مرام کمپ کې ۶ کسان وژلي
پېښه د سوریې په شمال لوېدیځ کې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمه کې نن سهار شوې ده او تر لسو زیات کسان یې ټپیان کړي دي.
دا حمله له هغه لنډمهاله اوربند څخه سرغړونه ده چې روسیې او ترکیې ورباندې د ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کې موافقه کړې وه او له مخې یې په ادلب ولایت کې د روسیې په ملاتړ پیل شوي عملیات پای ته ورسېدل.
ادلب په سوریه کې د یاغیانو تر ولکې لاندې وروستۍ سیمه ګڼل کېږي.
د مرام په نوم کمپ چې نن ورباندې حمله شوې د ادلب د مرکز په شمال لوېدیځ کې پروت دی.
