روسیې پر اوکراین د بې پیلوټه الوتکو نوې حملې پیل کړي
د اوکراین د وسله والو ځواکونو ستر درستیز نن وویل چې اوکرایني ځواکونو په ختیځو لوهانسک او دونېڅک سیمو کې د روسیې د پوځ د یوې ورځې مخکې حملې شنډې کړي.
بل خوا د خرسون په جنوبي سیمه کې د روسیې له خوا ټاکل شوي چارواکي له دې سیمې د عامو خلکو اېستلو ته په دې پلمه دوام ورکوي چې د اوکراین له احتمالي حملو څخه یې خوندي کوي.
