افغان کرېکټ لوبډله سبا له سرېلانکا سره لوبه کوي
داسې وړاندوینه شته چې ښايي سبا به باران وشي او لوبه به بې پایلې وي.
خو که لوبه وشي، نو د استرالیا په برسبین ښار کې به د افغانستان پر وخت سهار اته نیمې بجې لوبه پيلیږي.
د افغانستان وروستۍ دوه لوبې له نیوزیلنډ او ایرلنډ سره د باران له امله ترسره نهشوې او له هرې لغوه شوې لوبې څخه ټولو لوبډلو یو یو امتیاز ترلاسه کړ.
د افغانستان ټيم وړمه ورځ برسبېن ښار ته رسیدلی او هلته یې د لوبې لپاره چمتووالی پيل کړی.
د کرېکټ د ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو په دوام به نن د اسټرالیا او ایرلینډ لوبډلې یو له بل سره ولوبیږي.
پرون هند له جنوبي افریقا ماته وخوړه، پاکستان هالند ته ماته ورکړه او بنګلهدېش له زمبابوې وګټله.
