Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

د بدخشان پوهنتون ځینې محصلانې: طالبانو په وسلو او درو ووهلو

0
په بدخشان ولایت کې هغه معترضې ښځینه محصلانې چې پوهنتون ته د ننوتلو مخه یې نیول شوې ادعا کوي چې د طالبانو له خوا ډبول شوي دي.


د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بدخشان پوهنتون د ښځینه محصلانو حق غوښتنه.


خو یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د دې حق غوښتنې ځواب د طالبانو لخوا په درو ورکول کېږي.


په ټولنیزو رسنیو کې یوه خپره شوې ویډیو چې د بدخشان ولایت د پوهنتون ښځینه محصلانو ازادي راډيو ته استولې، په کې لیدل کېږي چې طالبان دغه محصلانې د درو په وهلو سره د پوهنتون له دروازې لرې کوي.


اعتراض کوونکې محصلانې وايي، کیسه داسې وه چې د طالبانو د امربالمعروف ادارې کسانو او د پوهنتون ساتونکي چې د طالبانو لخوا ټاکل شوي، نن سهار یې محصلانې پرېنښودلې چې پوهنتون ته ننوځي.


دغه محصلان ادعا کوي وايي، یوازینی دلیل چې طالب ځواکونو دوی پوهنتون نه دي پرېښي دا و چې چادرۍ یې نه درلودې.


د دوی له ډلې دوو هغو چې نه یې غوښتل نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو سره خبرې وکړې.


یوې محصلې وویل: "نن موږ ته اجازه رانه کړل شوه چې پوهنتون ته ننوځو. د امر بالمعروف محتسبین وو او ورسره د پوهنتون ساتونکي، دلیل یې هم دا وړاندې کاوه چې ولې مو چادري ګانې نه دي اغوستي. کله چې موږ مقاومت وکړ دوی په مونږ لاس پورته کړ. موږ یې په وسلو ووهلو، په درو یې ووهلو چې یو شمېر نجونو ټپیانې هم شوې، ضعف یې وکړ او ولوېدې."


دغه راز یوې بلې محصلې وویل: "موږ لاس وانخیست سره له دې چې وډبول شو او په مونږ باندې فشارونه هم زیات و، خو پوهنتون ته ننوتلو او خپلو درسونو ته لاړو."


هغه ویډیوګانې چې ازادي راډيو ته استول شوي، په کې لیدل کېږي چې ښځینه محصلانو اوږده حجابونه اغوستي او ورسره یې ماسکونه هم تړلي دي.


 


خو هغه غږیز پیغام چې د طالبانو د امر بالعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر ازادي راډيو ته استولی په هغې کې د بدخشان ولایت د امربالعروف ادارې رییس شیر محمد وايي چې دا کار دوی نه بلکې د بدخشان پوهنتون د ارشاد کمېټې کړی دی.


هغه ویلي: "د بدخشان د پوهنتون دروازه چې تړل شوې او نجونو لاریون کړی د همدغه پوهنتون د کمېټې کار دی،. مونږ له دغه لاریون وروسته خبر شو او خپل دوه کسه محتسبین مو د توصیې او پوهولو لپاره هلته ولېږل او همداراز د محتسبینو امر مو هلته ولېږه څو دوی ته نصیحت وکړي چې له لاریونونو او تاوتریخوالي لاس واخلي څو هغه ستونزه چې د پوهنتون لخوا او یا هم د کوم کس لخوا پیدا شوې حل کړي."


د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې بدخشان پوهنتون نظر هم په دې برخه کې واخلي، خو هڅو پایله ورنه کړه.


د اعتراض کوونکو وهل او ټکول د طالبانو له خوا کومه نوې خبره نه ده.


له دې وړاندې په کابل کې هم یو شمېر اعتراض کوونکو ښځو ادعا کړې وه چې طالبانو وهلي او ډبولي دي او دوی سره د تاوتریخوالي ویډیوګانې هم په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې وې.


خو د طالبانو حکومت ویاندویانو بیا تل د اعتراض کوونکو نجونو او ښځو د وهلو او ډبولو ادعا ګانې رد کړي.


د یادونې ده، چې مخکې له دې طالبانو په کابل پوهنتون کې نجونو محصلانو ته د رنګه ټیکریو له امله پوهنتون د تک ننوتلو اجازه نه وه ورکړې.




طالبانو تر اوسه د نجونو او ښځو د حجاب په اړه کوم څرګند تعریف نه دی وړاندې کړی.


په افغان نجونو او ښځو د حجاب اجباري کول، له شرعي محرم پرته پرې د لرې واټن سفر او له شپږم ټولکي پورته د زده کړو بندیز او دغه شان په ډېری دولتي ادارو کې له کار نه د ښځو راګرځول هغه محدویتونه دي چې په تېر یو کال کې طالبانو په افغان مېرمنو او نجونو لګولي دي.


دا محدودیتونه په افغانستان کې دننه او بهر له پراخونو غبرګونونو سره مخ شوي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net